د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې نن د رأیو مرکزونه پرانیستل شول


له کندهار اوغزني پرته په نور افغانستان کې نن د ولسي جرګې په انتخاباتوکې د خلکو د ګډون لپاره د راییو مرکزونه، رسماً د سهار په اوو بجو پرانستل شوو.

د افغانستان دانتخاباتوخپلواک کمېسون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د راییو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې درایي ورکونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پېدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

که څه هم په افغانستان کې په وروستیوکلونوکې د وګړو دقیقه سرشمېرنه نه ده شوې ، خو داسې اټکل کېږي چې ۳۰ ملیونه نفوس لري.

د انتخاباتو دخپلواک کمېسون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي پرون، جمعه ازادي راډیوته وویل چې اته اعشاریه اته ملیونه افغانانوچې درایي ورکولوپه شرایطو برابروو، نومونه ثبت کړي دي.

د انتخاباتو دخپلواک کمېسون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي
د انتخاباتو دخپلواک کمېسون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي

" هغه افغانان چې ځانونه یې ثبت کړي ، د راییو کارتونه اخیستی او په تذکرو کې یې کمېسیون سټېکرونه لګولي. په دې کې پینځه اعشاریه شپږملیونه نارینه [۶۷٪] دي او درې ملیونه او اتلس زره او څلوراتیا تنه [۳۴٪] ښځې دي، کوچیانو یولک او نهه شپېټه زره، او هندوان اوسکان یو زر او اته سوه دري دیرش کسان دي چې نن به په ټاکنوکې برخه واخلي".

د انتخاباتودخپلواک کمېسون ویاند ازادي راډیوته وویل چې د کندهار د انتخاباتي مرکزونو په ګډون ، د رايي ورکونکو لپاره ۵۷۰۴ انتخاباتي مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

په کندهار کې به انتخابات د اکټوبر په ۲۷مه، وي او تر هغه مهاله د کمپاینونو د سکوت موده تمدید شوې ده.

په غزني کې د انتخاباتو د نېټې په اړه لا دقیقه پرېکړه نه ده شوې.
په غزني کې د انتخاباتو د نېټې په اړه لا دقیقه پرېکړه نه ده شوې.

په غزني کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نېټې په اړه لا دقیقه پرېکړه نه ده شوې.

د غزني هغه وکیلان به چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جرګې ته ټاکل شوي وو، موقتاً ، پرخپلو چوکیو پاتې شي.

په کندهار کې به انتخابات یوه هفته وروسته وي او تر هغه مهاله د کمپاینونو د سکوت موده تمدید شوې ده.

سید حفیظ الله هاشمي وویل چې نن ورځ کاندیدان یوازې دافغانستان د وګړو په توګه د رایې ورکولو لپاره انتخاباتي مرکزونو ته ورتلائ شي خو د هغوي ناظرین به د پروسې د شفافیت د څارنې لپاره د رایی ورکولو په مرکزونوکې وي.

دافغانستان د ولسي جرګې انتخابات نن تقریباً څلور نیمه لکه کورني څارونکي چې اکثر د کاندیدانو استازي، د مدني ټولنې فعالان او د سیاسي ګوندونو استازي دي، نظارت کوي .

په انتخاباتي مرکزونوکې به کورني او بهرني ژورنالیستان هم په یو ډول، د څارونکو په توګه حضور ولري.
په انتخاباتي مرکزونوکې به کورني او بهرني ژورنالیستان هم په یو ډول، د څارونکو په توګه حضور ولري.

د ټاکنو بهیر به نن د ۴۰۰ بهرنیو څارونکو له خوا هم څارل کېږي.

په انتخاباتي مرکزونوکې به کورني او بهرني ژورنالیستان هم په یو ډول، د څارونکو په توګه حضور ولري.

د ټاکنو بهیر به نن د ۴۰۰ بهرنیو څارونکو له خوا هم څارل کېږي.

دافغانستان دانتخاباتوخپلواک کمېسیون د ښځینه رايي ورکونکو لپاره له نارینه و جلا مرکزونه جوړ کړي چې ټولې مامورینې یې ښځې دي او څارونه به یې هم د ښځینه استازو له خوا کېږي.

دانتخاباتي حوزو امنیتي کمبربندونه به پولیس او اردو په ګډه ساتي او د هر مزکر له درې تر پینځو کلېومتره واټن کې به امنیتي کسان ګزمه کوي.

XS
SM
MD
LG