د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

مسوولین: ځوانان دې انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي او د درغلیو مخه دې ونیسي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې د وزارتونو مسوولین د هېواد پر ټولو ځوانانو غږ کوي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې دې پراخه ونډه واخلي او د درغلیو مخه دې ونیسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین کمال سادات د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له ځوانانو سره په یوې ناسته کې وویل، د هېواد د نفوسو لویه برخه ځوانانو جوړوي او کولی شي چې د ځوان فکر، توانمندۍ او مثبتو هڅو له لارې، د ولسي جرګې انتخابات مثبت لوري ته یوسي.

کمال سادات
کمال سادات

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"موږ له ټولو ځوانانو، خویندو، وروڼو هیله کوو، څو د خپلې خوښې کاندید ته رأی ورکړئ، هغه کاندید ته چې د هېواد لپاره د خدمت مصدر وګرځي او هغه کسان چې له وسله‎والو ډلو، ټوپک‎سالارانو، قانون ماتوونکو او نورو غیر قانوني ډلو سره لاس لري، ولسي جرګې ته درنه لاړ نه‎شي، که نه نو راتلونکی مسوولیت به زموږ او ستاسې پر غاړه وي."

ښاغلي سادات وویل، انتخاباتي کمېسیونونو چې د ولسي جرګې د کاندیدانو له لېسته یو شمېر کاندیدان لېرې کړل، خو دوهم چاڼ د ځوانانو صلاحیت دی چې ولسي جرګې ته باید د غیرو مستحقو کاندیدانو مخه یادو کسانو ته د خپلې رأی په نه کارولو سره ونیسي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې سږ کال د ولسي جرګې انتخاباتو ته د ولسي جرګې د یو شمېر برحاله غړیو په ګډون شاوخوا۲۶۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې لوی اکثریت یې ځوانان دي.

ښاغلي سادات هیله وښوده چې د ولسي جرګې نوي غړي وکړای شي کوم باور چې دغې جرګې د خلکو په وړاندې بایللی بېرته اعاده کړي.

په جوړې شوې ناسته کې د مدني ټولنې او د پوهنې وزارت مسوولینو هم ګډون کړی وو.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت نجرابي له ځوانانو هیله وکړه چې د انتخاباتو اهمیت د ښوونځیو او پوهنتونونو هم‎ټولګیو ته بیان او لېواله یې کړي چې په‎دغه ملي پروسه کې برخه واخلي او خپلې رأیه ځوانانو ته که نارینه وي یا ښځې، وکاروي.

نوموړې وویل:

"زموږ ځوانان په اوسنیو شرایطو کې د بې‎کارۍ، بې‎وزلۍ او دغه شان زده‎کړو او تحصیل ته د نه لاس‌رسي له ستونزو سره مخ دي. هیله ده د ځوانو کاندیدانو او په تېره د ځوانو ښځو ترڅنګ ودرېږئ ځکه دوی تصمیم نیولی چې ودرېږي او په‎دې لاره کې مبارزه وکړي."

د مدني ټولنې استازي فریدون فدايي ټینګار وکړ چې رأیه د یو کس د شخصیت او عزت نښه ده او خرڅول یې د شخصیت او عزت د څرخولو په مانا دي. ده له ځوانانو هیله وکړه چې خپلې رأی ونه پلوري.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ د میزان په ۲۸مه له غزني ولایته پرته په ټول افغانستان کې ترسره کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG