د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

د بشر حقونو کمېسیون: هغو کسانو ته رایه مه ورکوئ چې ښه ماضي نه‌لري


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون له خلکو وغوښتل، هغو کسانو ته رأیه ورنه‌کړي چې ښه ماضي نه‌لري او په غیر قانوني کړنو تورن دي.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر ټولو ښه محکمه زموږ رأیه ده چې د کارولو په برخه کې یې باید ډېر دقت وشي.

سیما سمر
سیما سمر

نوموړې وویل:

"تر ټولو ښه محکمه زموږ او تاسې رأیه ده، نو له دې نه باید استفاده وشي او هغه کسان چې ښه ماضي نه‌لري او په غیر قانوني کارونو تورن دي باید د افغانستان راتلونکي پارلمان ته لاره پیدا نه‌کړي."

اغلې سمر وویل، هیله‌منده ده چې د افغانستان خلکو له تېرو انتخاباتو زده‌ کړې وي او په رېښتینې ډول، له کومې ویرې، قومي، ژبنیو او سیمه‌ییزو مسایلو پرته په انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپله رأیه وکاروي.

اغلې سمر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پنجشنبې په شپه ۱۲بجې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو شل ورځنۍ موده پای ته ورسېده او د سکوت پړاو پیل شو، ټاکل شوې چې د سکوت پړوا تر ۴۸ ساعتونو وروسته د میزان په ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا په تېرو شلو ورځو انتخاباتي کمپاینونو کې خلک په‌دې بریالي شوي چې خپل د خوښې وړ کاندید انتخاب کړي؟

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي په‌دې اړه وايي:

"زما نوم نصیب الله دی، کاندیدانو ته کافي وخت ورکړل شوی وو او دوی په سم ډول خپل کمپاینونه ترسره کړل او هغه وروڼه چې رأیه ورکوي دوی هم په‌دې پوه شول چې خپل وکیلان وپېژني او چاته رأیه ورکړي.

-زما نوم عبدالله دی، دوی خپل پروګرامونه ښه ترسره کړل او خپله پېژند ګلوي یې هم وکړه، انشالله چې خلک به خپل کاندید وپېژني او کوم چې ښه کاندید دی هغه ته به رأیه ورکړي."

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي، که د دوی د څېړنو پر بنسټ کاندیدان سرغړونکي ثابت شي، نو د انتخاباتو له ترسره کېدو دمخه به یې له لېسته وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته یوازې یوه ورځ پاتې ده.

دغه کمېسیون د انتخاباتي کمپاینونو تر پیل دمخه هم د یو شمېر کاندیدانو نومونه چې شرایط یې نه وو پوره کړي او یا یې په اړه شکایتونه موجود وو د کاندیدانو له وروستي لېسته حذف کړل.

XS
SM
MD
LG