د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

هاشمي: څه باندې ۴لکه کورني او ۱۳۲بهرني ناظرین د انتخاباتو نظارت کوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره له څلور لکو زیاتو کورنیو او همدا شان ۱۳۲بهرنیو ناظرانو نوم لیکنه کړې ده.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ د رسنیو له مسوولانو سره د کمېسیون د همغږۍ په غونډه کې وویل چې د دغو انتخاباتو د څار لپاره له د کاندیدانو، مدني ټولنو او بهرنیو څارونکو هم ځانونه ثبت کړي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"څه باندې څلور لکه ناظرین چې د انتخاباتو په تاریخ کې لومړی واري له دغو انتخاباتو نظارت کوي، په دوی کې یولک پنځلس زره ښځینه ناظرینې دي او همداشان ۱۳۲ بهرني ناظرین چې له دې پروسې به نظارت وکړي او دغه شاید په یو دوو ورځو کې زیات شي."

ښاغلی هاشمي وايي، د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره یو لک پنځویشت زره موقت کارکوونکو ته هم زده کړې ورکړل شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي ځینې مافیايي کړۍ شته چې هڅه کوي د انتخاباتو په اړه شک تردید او بد ګومانۍ رامنځته کړي.

سید حفیظ الله هاشمي زیاتوي د زیاتو ناظرانو له لوري د انتخاباتو څار به د انتخاباتو له شفافیت سره بشپړه مرسته وکړي او په انتخاباتو به د خلکو باور زیات کړي.

د راتلونکې اوونې د شنبې په ورځ چې د میزان ۲۸ کېږي له غزني ولایت پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې ۲۳۹ څوکیو لپاره انتخابات ترسره کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، شاید د انتخاباتو په ورځ د ناامنۍ یو شمېر پېښې رامنځته شي، خو په وینا یې د دغو پېښو د کنټرول لپاره ۶۶ زره امنیتي او دفاعي سرتېري په دندو ګمارل شوي.

د کمېسون ویاند ښاغلی هاشمي له ټولو کاندیدانو غواړي چې د سکوت په دوره کې دې کمپاینونه نه کوي او هم دې د انتخاباتو محلونو ته نېږدې په سل مترۍ کې خپل انتخاباتي عکسونه لېرې کړي.

د انتخاباتو د سکوت دوره د انتخاباتو له ورځې اته څلوېښت ساعته وړاندې د پنجشنبې د شپې په دولسو بجو پیلېږي، په دې موده کې هېڅ کاندید نه شي کولای د ځان په ګټه تبلیغ وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د انتخاباتو په ورځ د ناظرانو له لوړ رقم نه هرکلی کوي، خو د دې بنسټ اجرائيو رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل که دغه ناظران غیر مسلکي چلند وکړي ممکن د انتخاباتو په وړاندې ستونزې جوړې کړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې د کاندیدانو او مدني ټولنو نظارت رقم له تمې لوړی دی یو ښه خبر دی، خو موږ اندېښنه لرو چې ناظرین له خپلو واکونو خبر نه وي او په پروسه کې مداخله او غیر مسلکي چلند وکړي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ناظرانو لپاره يې یو ځانګړی طرازالمعل جوړ کړی چې له مخې به د ټولو ناظرانو چارې منسجمېږي.

د دغه کمېسیون چارواکي له ۸،۸ میلیونه کسانو چې په تذکرو يې سټېکرونه لګولي غواړي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د انتخاباتو په شفافیت کې له کمېسیون سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG