د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

دنیا: خالي پارلمان او د نوماندانو ګڼ شعارونه!


د کابل د نن ورځې چاپي ورځپاڼو د راتلونکو انتخاباتو په اړه مقالې او تبصرې خپري کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ولسي جرګې د راتلونکو نوماندانو په اړه د یو مدني بنسټ ترسره کړې سروې خپره کړې ده چې په کې ویل شوي، ولسي جرګې راتلونکې شپېته سلنه نوماندان په پارلمان کې د خپلو دندو په اړه معلومات نه لري.

د سرمقالې لیکوال دغه سروې ته په کتو باور لري چې راتلونکی پارلمان به له اوسني په لس هاوو ځله خرابه او بې کاره وي.

په سرمقاله کې وړاندې د نوماندانو له لوري بې دریغه لګښتونو ته هم اشاره شوې او په کې راغلي دي چې تر ټولو لویه اندېښنه په کمپاینونو کې د نوماندانو له لوري د ډېرو زیاتو لګښتونو کول دي چې تر شاه ډېرې کیسې لري.

سرمقاله لیکونکې لیکي چې د پیسو په زور تر پارلمانه رسیدلی وکیل به د ولس او ملت ګټو ته څومره ژمن وي؟

د سرمقالې په پای کې له خلکو غوښتنه شوې چې باید خپلې رأی ونه پلوري بلکې د خپل ضمیر په حکم يې داسې چاته ورکړي چې د یو سرلوړي افغانستان ارمانونه ورپورې غوټه کېدای شي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې خالي پارلمان او د نوماندانو ګڼ شعارونه تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې په‌دې کې شک نشته چې تبلیغات او کمپاینونه د نوماندانو حق دی، خو هغه کسان چې اوس مهال برحاله وکیلان دي له نورو سره توپير لري.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې اوسني برحاله وکیلان چې امتیازات هم اخلي د خپلو کمپاینونو له امله ولسي جرګې تالار ته نه ځي او د نصاب د نه پوره کېدو له امله د دوی ورځنۍ اجنډا له ځنډ سره مخ ده.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې خلک به په داسې نوماندانو هېڅکله باور ونه کړي چې په تېره دوره کې يې خپلې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي او اوس یو وار بیا هڅه کوي چې په درواغجنو ژمنو او شعارونو خلکو ته فریب ورکړي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د انتخاباتو په اړه د حکومت او ولس مسولیتونو ته اشاره کړې ده او لیکلي یې دي چې انتخابات له ټولو نیمګړتیاوو سره د افغانانو لپاره د خپلو استازو د غوراوي ښه فرصت دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دی چې که هر څومره ډېر خلک په دې پروسه کې برخه واخلي په هماغه اندازه ورسره د دغه ملي بهیر مشروعیت زیاتېږي.

د سرمقالې لیکوال له خلکو دا غوښتنه هم کړې چې د رأیه ورکوونې ترڅنګ باید یو ښه څارونکی هم واوسي او هېچا ته په په انتخاباتو کې د درغلۍ اجازه ورنه کړي.

د سرمقالې په پای کې له حکومته غوښتنه شوې چې باید د انتخاباتو په ورځ د خلکو امنیت وساتي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره په دې ورځ د امنیتي ځواکونو یوه وړه بې غوري او تېروتنه هم د یوې سترې فاجعې لامل کېدای شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د امنیتي بنسټونو له قوله ډاډ ورکړی چې د انتخاباتو د امنیت لپاره پوره پوره چمتوالی نیول شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي دي چې که څه هم مغرضو کړیو د انتخاباتو پرضد خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی او هڅه کوي چې ولس په دغه بهیر کې له ګډون راوګرځوي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور چې دا ناسم تبلیغات او په کمپایني غونډو حملې افغانان په دې برخه کې له خپل هوډه نه شي په شاه کولی.

XS
SM
MD
LG