د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د المپیک ملي کمېټه پر احمد ولي هوتک د شوې حملې جدي څېړنه غواړي


د افغانستان د المپیک ملي کمېټه د فري فایټ يا رزمي لوبو پر اتل احمد ولي هوتک د شوې حملې په اړه د جدي څېړنو غوښتنه کوي.

د فري فایټ يا رزمي لوبو پر اتل احمد ولي هوتک د نامعلومو کسانو له لوري د تېرې شپې حملې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې سکرتر جنرال يونس پوپلزي د دوشنبې په ورځ په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ارګانونه باید د دغې پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د رزمي لوبو اتل احمد ولي هوتک
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د رزمي لوبو اتل احمد ولي هوتک

دی زیاتوي:

"موږ په لومړي قدم کې دغه عمل د خپل يو ملي اتل په وړاندې چې خپل هېواد ته یې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي، په کلکو ټکو غندو، دا اعمال غېر انساني، غیر بشري او غېر اسلامي دی، هغه هم په داسې حال کې چې يو لوبغاړی سیالیو ته تیاری نیسي، له حکومته مو په دې برخه کې جدي غوښتنه ده چې د پېښې عاملین ونیسي او قانوني چلند دې ورسره وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې څو تنو نا پېژاندو کسانو د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په حسین خېلو سیمه کې د رزمي لوبو د اتل احمد ولي هوتک کور ته څېرمه د هغه پر موټر ډزې کړي او تر هغې وروسته یې نوموړی په چړو او سوکانو وهلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډوګانو او انځورونو کې ليدل کېږي چې احمد ولي هوتک په ګېډه، سر او د اوږو په برخه کې ټپي شوی دی.

خو له دغې پېښې څو ساعته وروسته احمد ولي هوتک په يوه ويډیويي پيغام کې چې تر څنګ یې د المپيک د ملي کمېټې رئیس او مرستیاله هم لیدل کېږي، د خپل روغتیايي حالت ډاډ ورکړ او ويې ویل چې خپل هېواد او ولس ته یې د خدمت په لار کې دا شان حملې د ده د کړي هوډ مخه نشي نیولای.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په دې اړه رسنیو ته په يوه لېږلي اعلامیه کې د کورنیو چارو له وزارت او ملي امنیت له ریاسته غوښتي چې په احمد ولي هوتک د حملې عاملین دې ژر تر ژره پیدا او ورڅخه دې جدي څېړنې وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د ازادو لوبو په دغه افغان اتل شوې حمله په ککلو ټکو غندل شوې او له امنیتي بنسټونو د دغې پېښې د عاملینو د نیولو غوښته شوې.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې په احمد ولي هوتک د برید کوونکو شمېر پنځه تنه و چې د نیولو لپاره يې هڅې روانې دي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

نوموړي وویل:

"په کابل ښار کې د جرایمو ګراف څلوېښت سلنه کم شوی، په ځانګړې توګه، کومو کسانو چې تېره شپه په احمد ولي هوتک باندې حمله کړې وه او دی یې ټپي کړ، په دې تړاو د کورنیو چارو وزیر د جنايي څېړنو موظفینو او د کابل پولیسو ته په جدي توګه هدایت ورکړی دی چې د دغې پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري."

ښاغلی رحیمي په داسې حال کې د جرایمو د ګراف د کموالي خبره کوي چې په ورستیو څو ورځو کې په پلازمینه کابل کې په پرله پسې ډول یو شمېر اشخاص د ناپېژاندو کسانو له خوا هدف ګرځېدلي دي.

د یادونې ده چې احمد ولي هوتک څو ورځې مخکې په امریکا کې له پنځه میاشتنيو تمریناتو وروسته کابل ته راستون شو او د اکټوبر په ۱۹ مه یې د خپل روسيي سیال مکسیم شیکین په وړاندې د لوبې خبر ورکړ چې ټاکل شوې وه، د دوشنبې په ورځ سفر وکړي.

د رزمي لوبو دغه افغان اتل تر دې مهاله شل نړیوالې لوبې کړي چې په ۱۹ کې یې بریاوې خپلې کړې دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG