د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

جنرال عاصم منیر د پاکستان د استخباراتي ادارې نوی مشر وټاکل شو


جنرال عاصم منیر
جنرال عاصم منیر

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې «ISPR» د دې هېواد د استخباراتي ادارې «ISI» د نوي مشر د ګومارنې خبر ورکړی دی.

دغه ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ډګر جنرال عاصم منیر د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې «ISI» نوی مشر ټاکل شوی دی.

نوموړی د دغې ادارې د اوسني مشر جنرال نوید مختار پر ځای چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په وروستیو کې تقاعد شي، د «ای. اېس. ای» د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

نوید مختار په ۲۰۱۶ میلادي کال د نواز شریف د حکومت پر مهال د دغې ادارې مشر ټاکل شوی و.

د ای اېس ای اوسنی مشر جنرال نوید مختار
د ای اېس ای اوسنی مشر جنرال نوید مختار

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د «ISI» نوي ټاکل شوي مشر جنرال منیر په سعودي عربستان کې هم د پاکستاني پوځ د یوې برخې مشري کړې او همدا شان د پاکستاني پوځ د نظامي استخباراتي ادارې «ملټري اینټلېجنس» مشر هم پاتې شوی دی.

د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې نوی مشر په داسې وخت کې ټاکل شوی چې په دې وروستیو کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت هم رامنځته شوی دی.

پاکستان کې د قانون له مخې د «ISI» مشر د صدراعظم له‌خوا ټاکل کېږي.

عمران خان د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د پوځ د عمومي قوماندانۍ او د «ISI» د مرکزي قوماندانۍ دوره کړې وه او د پاکستان په تاریخ کې یې لومړی ځل د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د یوې غونډې مشري هم کړې وه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د دې هېواد په اوسنیو ټولټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر بریالیتوب وروسته تور ولګاوه چې پوځ او عدلیې په دغو ټولټاکنو کې د یوه مشخص ګوند په پلوۍ درغلي کړې ده، خو پوځ دا تورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG