د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

تهران د جرمني سفیر احضار کړ


ایران له برلین څخه د خپل ډیپلومات په برخه کې توضیحات غواړي.

یو ایرانی ډیپلومات جرمني، بلجیم ته د یوې جنایي دوسیې د تحقیقاتو لپاره سپارلی دی.

د ایران نیمه دولتي اژانس ایسنا خبر ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د جرمني سفیر پرون احضار کړ او اعتراض‌یې ورته وکړ چې ایرانی دیپلومات‌یې څرنګه بلجیم ته سپارلی دی.

جرمني د سې شنبې په ورځ ۴۶ کلن ایرانی ډیپلومات اسد الله اسدي بلجیم ته وسپاره.

دی څارنوالانو پرون په بروکسل کې له درې تنه نورو سره چې د دغه هېواد تابعیت لري او له اصله ایرانیان دي په دې تورن کړل چې دوی د جون په میاشت کې په فرانسه کې غوښتل چې د ایران د مجاهدین خلق پر غونډه بمي برید وکړی.

په فرانسه کې د ایران د مجاهدین خلق غونډه
په فرانسه کې د ایران د مجاهدین خلق غونډه

اسدالله اسدي له ۲۰۱۴ کال وروسته په ویانا کې د ایران په سفارت کې کار کاوه.

مایک پامپیو: متحده ایالات به له خپلو اروپایي متحدانو سره هڅو ته دوام ورکړي تر څو د ایران د رژیم له لوري دوی ته د متوجې ګواښونو مخه ونیسي.

​دی د جولای په میاشت کې وروسته تر دې ونیول شو چې یوه میاشت مخکې تر دې د نسیمې او امیر په نوم یوه ښځه او مېړه په بلجیم کې له ۵۰۰ کېلو ګرامه چاودېدونکو موادو او یوې انفجاري وسیلې سره توقیف شول.

پولیس وایي چې دغو کسانو غوښتل چې په پاریس کې چاودنه وکړي.

بل تورن په فرانسه کې نیول شوی او هغه هم بلجیم ته انتقال شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي

​د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي د چهارشنبې په ورځ وویل چې په فرانسه کې د ایران د حکومت له لوري د چاودنې قضیه یوه توطئه ده چې هدف‌یې د ایران او اروپایي هېوادونو د روابطو خرابول دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات به له خپلو اروپایي متحدانو سره هڅو ته دوام ورکړي تر څو د ایران د رژیم له لوري دوی ته د متوجې ګواښونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG