د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۲۵

د پاکستانۍ روپۍ ارزښت د سې شنبې په ورځ تر ټولو ټیټې اندازې ته راولوېده


د پاکستان له جوړېدو راهیسې د دې هېواد د پولي واحد «پاکستانۍ روپۍ» ارزښت تر دې حده نه‌و رالوېدلی.

په ۲۴ ساعتونو کې د یو امریکايي ډالر په وړاندې د پاکستاني روپیو په ارزښت کې لس روپۍ کمی راغی.

د دوشنبې په ورځ یو ډالر د ۱۲۴ پاکستانیو روپیو سره بدلېده، خو د سې شنبې په ورځ بیا یو ډالر د ۱۳۴ روپیو سره بدل شو.

بالاخره د سې شنبې په ورځ اسلام‌اباد وویل چې د خپل هېواد د مالي بحران د متوازنولو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق سره خبرې اترې پیلوي.

د عمران خان تر مشرۍ لاندې د پاکستان نوي حکومت ویلي، هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د مرستو په ترلاسه کولو په خپل اقتصاد کې ثبات رامنځته کړي.

د عمران خان تر مشرۍ لاندې د پاکستان نوي حکومت ویلي هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د مرستو په ترلاسه کولو په خپل اقتصاد کې ثبات رامنځ ته کړي.
د عمران خان تر مشرۍ لاندې د پاکستان نوي حکومت ویلي هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د مرستو په ترلاسه کولو په خپل اقتصاد کې ثبات رامنځ ته کړي.

خو د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وايي، پاکستان تر اوسه د خبرو اترو د پیل لپاره هېڅ ډول رسمي غوښتنه نه‌ده کړې.

افطار ظفر په اسلام‌اباد کې یو صراف دی.

نوموړی وايي د بهرنیو اسعارو په وړاندې به د پاکستانۍ روپۍ ارزښت تر دې هم کم شي.

ښاغلی ظفر زیاتوي:

"تقریباً موږ له یوې نیمې اوونۍ راهیسې بازار کې اورو چې یو ډالر به ۱۴۵ روپیو ته ورسېږي. وګورو څه کېږي. خو نن معلومېږي چې ښايي ۱۴۵ روپیو څخه به هم د یو ډالر بیه پورته شي."

یو شمېر پاکستاني صرافان دا شکایت هم لري چې د ډالرو بانکنوټونه په بازار کې کم شوي او خلک‌یې د اخیستو او پلورلو لپاره تور بازار ته مخه کوي.

یو شمېر پاکستاني صرافان شکایت لري چې د ډالرو بانکنوټونه په بازار کې کم شوي.
یو شمېر پاکستاني صرافان شکایت لري چې د ډالرو بانکنوټونه په بازار کې کم شوي.

په نړۍ کې یو شمېر پرمختللي هېوادونه تل هڅه کوي چې د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره د خپل پولي واحد ارزښت ټیټ، خو باثباته وساتي.

ایا د پاکستان په برخه کې هم دا ډول اقدام ممکن دی؟

اقتصادي څارونکي وايي، پاکستان په هغه حد کې نه‌دی چې وکولای شي بېرته په خپل اقتصاد او د پولي واحد په ارزښت کې ثبات راولي.

له دې سره، د اسلام‌اباد د اوسېدونکي محمد یاسر په څېر ځیني بیا د پیسو د نړیوال صندوق مرستې ته هیله‌مند دي.

دی وايي:

"که چېرې د پیسو نړیوال صندوق ومني چې د پاکستان د بهرنیو اسعارو پشتوانه زیاتوي، په بازار کې به یو څه ثبات رامنځته شي."

له دې مخکې د څو اوونیو لپاره اقتصادي څارونکو او پوهانو خبرداری ورکړی و چې په بانکي ورکړو کې مالي وضعیت به د پاکستانۍ روپۍ ارزښت راکم کړي.

د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وايي، پاکستان تر اوسه د خبرو اترو د پیل لپاره هېڅ ډول رسمي غوښتنه نه‌ده کړې.
د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وايي، پاکستان تر اوسه د خبرو اترو د پیل لپاره هېڅ ډول رسمي غوښتنه نه‌ده کړې.

سره له دې چې د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر تېره اوونۍ وویل، د پیسو له نړیوال صندوق څخه د مالي مرستې غوښتونکي دي، خو د ډان پاکستانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ډول توافق نه‌دی شوی.

د فرانسې خبري اژانس: د پاکستان د صدراعظم عمران خان ادارې د دې هېواد په اقتصاد کې د بنیادي ثبات راوستو ته پام نه‌دی کړی.

​د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان ادارې تر ډېره له دوستو هېوادونو څخه په پورونو تمرکز کړی او د دې هېواد په اقتصاد کې د بنیادي ثبات راوستو ته‌یې پام نه‌دی کړی.

اقتصادي څارونکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان د اقتصادي بحران د لیرې کولو لپاره په عاجله او بېړنۍ توګه ۱۲ میلیارده ډالرو مالي مرستې ته اړتیا ده، خو یو پاکستاني ډیپلومات چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی استدلال کړی چې دم‌ګړۍ به د شپږ نیم میلیارده ډالرو پور د پاکستان لپاره کافي وي.

XS
SM
MD
LG