د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د سولې پر پروسې او په دغه پروسه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر رول او اغېز مقالې خپرې کړې دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې باید د سولې په خبرو کې د ټولو قومونو حقوق او ګټې په پام کې ونیول شي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې د دغه مهم مأموریت لپاره زلمی خلیلزاد چې پخوا یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه دنده ترسره کړې، بیا کابل ته راغلی.
د سرمقاله لیکونکي په خبره، خلیلزاد په داسې حال کې دغه مأموریت په غاړه اخلي چې په افغانستان کې شرایط بل ډول دي، طالبانو خپل نفوذ پراخ کړی او جګړه یوه نوي پړاو ته داخله شوې ده.
سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي چې افغانان که څه هم د زلمي خلیلزاد د مأموریت په اړه ځینې اندېښنې لري، خو په ټوله کې دغه بهیر ته هیلهمن دي او سولې ته د رسېدو لپارهیې فرصت ګڼي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې هم کابل ته د زلمي خلیلزاد د راتګ په اړه مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي، ښاغلي خلیلزاد له مخکېني ولسمشر سربېره له یو شمېر دولتي چارواکو او همدا شان د یو شمېر رسنیو له مسؤلینو سره هم ملاقاتونه کړي.
وړاندې په مطلب کې راغلي چې امریکايي او حکومت پلوې رسنۍ د ښاغلي خلیلزاد سفر مهم بولي او داسې ګومان کېږي چې له طالبانو سره به په خبرو کې بریالی وي.
ورځپاڼې لیکلي، امکان لري چې ښاغلی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مناسبت او وړ شخص وي، د دې لپاره چې هغه افغانيالاصل دی او د تفاهم په ژبه ښه پوهېږي او ممکن نوموړی په افغانستان کې د سولې د راوستلو پلوي وي.
په اخر کې ورځپاڼې لیکلي، که د امریکا په ستراتېژۍ کې بدلون رانهشي، په دې معنی به وي چې امریکا پخواني هدفونه تعقیبوي او په دې صورت کې که ښاغلی خلیلزاد هر څومره افغاني احساس ولري او وغواړي چې په افغانستان کې جنګ ختم شي، بریالی به نهوي او یوازې د طالبانو یوه ډله به د سولې له بهیر سره یوځای شي او جګړه به همداسې دوام پیدا کړي.
- ماندګار
ماندګار ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د سولې راوستل د امریکا جدي مأموریت دی.
ورځپاڼې د ښاغلي خلیلزاد له قوله لیکلي دي چې دی د افغانستان د سولې په تړاو یو مهم مأموریت پر غاړه لري او د دغه مأموریت د بریالیتوب لپاره به هلې ځلې وکړي.
ورځپاڼه لیکي، خلیلزاد له رسنیو غوښتي چې د سولې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد د نوي مأموریت په وړاندې غبرګونونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مشاهد حسین د ښاغلي خلیلزاد مقرري د دوی لپاره بد خبر بللی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې مشاهد حسین ویلي چې په داسې حال کې چې واشنګټن د سولې او ثبات په برخه کې د اسلاماباد مرستې ته شدیده اړتیا لري، د خلیلزاد مقرري د پاکستان لپاره منفي پیغام دی.
ورځپاڼې د ولسي جرګې د یوه غړي محیالدین مهدي له قوله لیکلي دي چې زلمی خلیلزاد به هڅه وکړي چې د دولت په وړاندې د ائتلافونو د جوړېدو مخه هم ونیسي.