د پاکستان په ستره محکمه کې په ارتداد د یوې تورنې عیسوۍ ښځې محاکمه روانه ده.
د اسیې بي بي مدافع وکیل سیفالملوک د نن ورځې د محاکمې له غونډې مخکې خوشبیني څرګنده کړه چې دا قضیه به خامخا ګټي.
هغه تېره شپه اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل، که داسې ونهشي نو د دې قضیې په اړه به د بیاغور غوښتنه وکړي چې دا کار ښايي کلونه وخت ونیسي.
سیفالملوک وویل، سل په سلو کې ډاډه دی چې اسیه بي بي به برائت اخلي، ځکه د ده په وینا، د هغې یوازنی جرم دا دی چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د دوبي په یوه توده ورځ کې، ځان او څو مزدورکارانو ته د اوبو د راوړلو لپاره تللې وه او چې کلهیې له مخزن څخه اوبه وڅښلې، نو مسلمانې ښځې ورته په غصه شوې.
د سیفالملوک په وینا، وروسته دې ښځو له اسیې غوښتي چې مسلمانه شي، خو هغې نهده منلې، پنځه ورځې وروسته څو تنو جنایتکارانو دا په ارتداد تورنه کړه او ورپسې محکمې په اعدام محکومه کړه.
د اسیې مدافع وکیل وویل، دی به نن د محکمې په غونډه کې ادعا وکړي چې شاهدانو د درواغو شاهدي ورکړې، په داسې حال کې چې رښتینی مسلمان دروغ نهوايي.
د اسیې د قضیې په وړاندې نړیوالو جدي غبرګون وښود، خو په پاکستان کې دننه بیا د اعدام په تطبیق کې ځنډ د هغو تندلارو ډلو انتقادونه وپارول چې د ارتداد د قانون ملاتړ کوي او دا قانون د خپلو دښمنانو پر ضد هم د وسیلې په توګه کاروي.
په پاکستان کې حتی له دې مېرمنې دفاع خطرناک کار دی.
د اسیې د مدافع وکیل د کور لپاره ۲۴ ساعته امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
سیفالملوک اسوشیټېډ پرس ته ویلي دي چې د دې قضیې له اخیستو وروستهیې صحت خراب شوی، د وینې فشار یې لوړ دی، خپل شخصي ژوند نهلري او له خلکو پټ ګرځي.
په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پنجاب د وخت والي سلمان تأثیر چې په دې قضیه کې یې د اسیې بي بي ملاتړ کاوه، د ممتاز قادري په نوم د خپل یوه ساتونکي په ډزو ووژل شو.
سیفالملوک د اسیې بي بي وکالت ترلاسه کړی و چې د سلمان تأثیر قاتل په اعدام محکوم او په دار وځړول شو.
له هغې ورځې راهیسې د پاکستان ميلیونونه خلک ممتاز قادري شهید ګڼي او قبر تهیې د زیارت لپاره ورځي.
د قادري پلویان په ارتداد د تورنو کسانو اعدام غواړي.
د پاکستان زیات شمېر تندلارو ګوندونو په هغو انتخاباتو کې چې په نتیجه کې یې عمران خان صدراعظم شو، برخه واخیسته، خو که څه هم دا ګوندونه په پاکستان کې زیات پلویان لري، مګر د پخوانیو انتخاباتو په څېر یې په سلو کې له ۱۰ کمې رأیې وګټلې.