د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

امریکا د ایران د کنګل شوې پانګې په اړه د عدالت په نړیواله محکمه کې د ځان دفاع کوي


متحده ایالاتو تأیید کړې چې د ایران د کنګل شوې پانګې په قضیه کې به د عدالت په نړیواله محکمه کې د ځان دفاع وکړي.

متحده ایالاتو مخکې پرېکړه کړې ده چې دا پیسې به د ایران په مرسته د شویو ترورېستي پېښو د قربانیانو کورنیو ته ورکوي.

امریکايي چارواکي وايي چې د عدالت په نړیواله محکمه کې به د امریکا له‌خوا د ایران د دوه میلیارده ډالرو کنګل شوې پانګې په قضیه کې، له تهران سره مقابله وکړي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې په دې محکمه کې به د ایران په وړاندې د واشنګټن مقابله په کومه بڼه وي، خو امریکايي چارواکو تأیید کړې چې مدافع وکیلان به‌یې نن دوشنبه په استماعیه غونډه کې حاضر وي.

په دې اړه د عدالت د نړیوالې محکمې حکم ښايي څو میاشتې وخت واخلي.

د امریکا سترې محکمې د ۲۰۱۶ میلادي کال په اپرېل میاشت کې پرېکړه وکړه چې دا پیسې باید د هغو ترورېستي پېښو د څه باندې زرو قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي چې د ایران رژیم پرې تورن دی.

په دې پېښو کې په بیروت کې د امریکا د سمندري ځواکونو په یوه اډه کې د ۱۹۸۳ کال بمي حمله کې چې ۲۴۱ امریکايي پوځیان‌یې ووژل او په سعودي عربستان کې بمي حمله شاملې دي.

ایران د ۲۰۱۶ میلادي کال په جون میاشت کې په همدې قضیه کې د عدالت په نړیواله محکمه کې پر امریکا دعوه وکړه.

د تهران کنګل شوې پانګه او بندیزونه دواړه، د ایران او امریکا د ۱۹۵۵ میلادي کال د دوستۍ د تړون پر بنسټ ولاړې مسئلې دي.

که څه هم دا تړون له اسلامي انقلاب مخکې لاسلیک شوی، خو ایران د متحده ایالاتو پر وړاندې د دې تړون د ماتولو له کبله، په عصبانیت سره غبرګون وښود او له واشنګټن څخه‌یې وغوښتل چې له نړیوالو قانوني مکلفیتونو سره سم تهران ته غرامت ورکړي.

ایراني چارواکي دا څرګندونې ځکه کوي چې متحده ایالات ایران د دولتي ترورېزم د لوی ملاتړ کوونکي په توګه پېژني او که څه هم د دوستۍ تړون ایران ته یو لړ امتیازونه ورکوي، خو د ایران د مرکزي بانک پیسې او ټولې نورې پانګې باید د امریکا له رسمي پړاوونو تېرې شي.

ایران تېره اوونۍ وروسته له هغه لویه بریا ترلاسه کړه چې دې محکمې د خوړو او درملو په څېر د بشري اړتیاوو په برخه کې پر ایران د امریکا د بندیزونو د فسخه کولو پرېکړه وکړه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یې په ځواب کې وویل چې امریکا د ۱۹۵۵ میلادي کال د دوستۍ تړون باطلوي او د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټون وویل چې امریکا به د ۱۹۶۱ میلادي کال د ویانا له تړونه چې د عدالت نړیواله محکمه‌یې پر بنسټ جوړه شوې ده، وځي.

د عدالت نړیواله محکمه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته جوړه شوه، څو د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ دعوې حل کړي او پرېکړې یې هم د تطبیق وړ دي، خو د خپلو پرېکړو د عملي کولو لپاره کوم اجرائيوي ځواک نه‌لري.

XS
SM
MD
LG