د ایران پارلمان د ملګرو ملتونو د ترورېزم د تمویل د مخنیوي په کنوانسیون کې د غړیتوب لایحه تصویب کړه.
د ایران پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې د ایران قوانین له نړیوالو نورمونو سره برابروي او هم دې هېواد ته لاره پرانیزي چې د ملګرو ملتونو د ترورېزم د تمویل د مخنیوي په کنوانسیون یا «CFT» کې شامل شي.
د راپورونو له مخې، دغه لایحه نن یکشنبه د ۱۲۰ منفي رأیو پر وړاندې په ۱۴۳ مثبتو رأیو تصویب شوه چې پنځو وکیلانو خپلې رأیې ونهکارولې.
دغه لایحه مخکې له دې چې قانوني بڼه خپله کړي، د ایران شورای نګهبانیې باید تأیید کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، نه دی او نه هم ولسمشر د دې ضمانت کولای شي چې که ایران د ملګرو ملتونو د ترورېزم د تمویل د مخنیوي کنوانسیون یا «CFT» سره یوځای هم شي، ټولې ستونزې به هوارې شي، خو هغه زیاته کړه چې دی په یقین سره ویلی شي چې که ایران له دغه کنوانسیون سره یوځای نهشي، د امریکا متحده ایالاتو ته به د ستونزو د زیاتولو لپاره نورې پلمې په لاس ورکړي.
د ایران په پارلمان کې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې سخت دریځو له دغې لایحې سره مخالفت ښودلی و.
د دغې لایحې په تصویبولو سره ایران غواړي چې له هغو نورمونو سره ځان برابر کړي چې د ځانګړو مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې یا «FATF» لهخوا ټاکل شوي دي.
پر ایران له اوږدې مودې راهیسې انتقاد کېږي چې د لبنان د حزبالله په څېر ډلو چې متحده ایالاتو ترهګره ډله نومولې، ملاتړ کړی دی.
د ایران د ولسمشر حسن روحاني دولت پر یو شمېر قانوني مسودو کار پیل کړی چې هدفیې د هغو اندېښنو لیرې کول دي چې «FATF» راپورته کړي دي.
تهران هیلهمن دی چې دغه نړیواله ډله به له تور لېسته د دې هېواد نوم لیرې کړي چې نړیوال بانکي سېستم ته د لاسرسي په برخه کې یې د دې هېواد اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
«FATF» چې دفتر یې په پاریس کې دی، په تېره جون میاشت کې ویلي وو چې تهران تر اکټوبر میاشتې پورې وخت لري چې اصلاحات عملي کړي، کنه له هغو عواقبو سره به مخ شي چې پانګهوال به لا په دې هېواد کې له پانګونې راوګرځوي.
د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته واشنګټن پر تهران بندیزونه بېرته لګولي چې د ایران پر اقتصاد یې ناوړه اغېز کړی دی.
واشنګټن دغهراز ژمنه کړې چې که ایران په سیمه کې د سخت دریځو ډلو د ملاتړ په ګډون په خپلو سیاستونو کې اساسي تغییرات رانهوړي، پر دغه هېواد به نور سخت بندیزونه ولګوي.