د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

پاکستان یو شمېر نړیوالو خیریه ټولنو ته له دې هېواد نه د وتلو امر کړئ


پاکستان د ايکشن ايډ خيریه موسسې په شمول یو شمېر نړيوالو ادارو ته امر کړی چې په دغه هېواد کې خپل فعاليتونه بند کړي.

ايکشن ايډ جنوبي افريقا مېشته خيریه موسسه ده چې پر زده کړو، د بېوزلۍ له منځه وړلو او بشري حقونو په برخه کې کار کوي.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ ويلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ورته خبرتيا لېږلې چې باید خپل کارونه بند او له پاکستانه ژر تر ژره ووځي.

اوولسو نورو نړيوالو د بشري حقونو او خيریه موسسو ته هم له پاکستانه د وتلو امر شوی دی.

دوی ته تېر کال هم د وتلو امر شوی وو خو دوی استېناف ته مراجعه کړې وه چې بريالۍ نشوه.

رويټرز خبري اژانس د ايکشن اېډ د پاکستان څانګې رئیس عبدالحق له قوله ليکلي چې د کورنيو چارو وزارت ورته ويلي چې د ټولو ادارو غوښتنه يې رد کړې ده.

ايکشن اېډ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د پاکستان دا پرېکړه چې دغه اداره او نورې نړيوالې موسسې باسي، د اندېښنې وړ خبره ده ځکه په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر خبريالانو، اکاډميکو کسانو او مدني ټولنې پر غړيو حملې زیاتې شوي دي.

پاکستان کې د یوې خیریه موسسې دفتر
پاکستان کې د یوې خیریه موسسې دفتر

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په لېږل شويو امرونو کې یو پر یوې خيريه موسسې د دولت ضد فعالیتونو تورونه پوري کوي.

د رويټرز راپور وايي چې پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه له هر ډول ځواب ویلو ډډه کړې ده.

د نړيوالو موسسو پر وړاندې له کله راهيسې د پاکستان دولت داسي اقدامات پيل کړي؟

دا اقدامات له کلونو راهيسي روان دي، په ۲۰۱۵مېلادي کال کې پاکستان له ټولو نړیوالو خيریه او بشري حقونو مدافع ادارو وغوښتل چې له سره له حکومت سره ځان ثبت کړي.

د دې اقدام هدف دا ښول شوی وو چې د ارزونې پروسه يې اسانه وي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۲مېلادي کال کې د پاکستان استخباراتي ادارې یوه راپور د کوچنیانو د ژغورنې ادارې يا سېف د چيلډرن او امریکا د استخباراتي ادارې «سي. ای. اې» تر منځ د تړاو په اړه ویلي وو.

دوی راپور ادعا کړې وه چې دغې ادارې له امریکا سره د اسامه بن لادن د موندلو په هڅو کې مرسته کړې وه.

اسامه بن لادن په ۲۰۱۱مېلادي کال کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.

سېف دي چلډرن دا ادعاوې رد کړې چې ګواکي له امریکا سره یې د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته نه وه کړې.

خو بیا هم پاکستان د دغه ادارې بهرني کارکوونکي له دې هېواده وتلو ته اړ ايستل.

د راپورونو له مخې پاکستان د نړيوالو خيریه ادارو پر وړاندې خپلې پاليسۍ نورې هم سختې کړي او په يوه نه بله توګه یې ورباندي تورونه پوري کړي چې په جاسوسي فعالیتونو کې لاس لري او په تکراري توګه يې خبرداری ورکړی چې خپل فعالیتونه باید محدود کړي.

XS
SM
MD
LG