د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

سولې شورا: د سیمې هېوادونو ته د خلیلزاد سفر به د سولې بهیر چټک کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا تمه ښيي چې د سیمې ځينو هېوادونو ته د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتونو د ځانګړي استازي سفر به د سولې بهیر چټک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې په برخه کې د دوی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن د پنجشنبې په ورځ افغانستان، پاکستان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته لس ورځنی سفر پیل کړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي او دوی هیله من دي چې په دغه سفرونو سره به له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه هم برابره شي.

د یادې شورا ویاند سید احسان طاهري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د سولې لپاره زمینه تر بل هر وخت زیاته برابره شوې خو دا بهیر لا چټکتیا غواړي.

نوموړي زیاته کړه:

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

"خلیلزاد د امریکا ځانګړی استازی دی تر څو د افغانستان د سولې په برخه کې لازمه همکاري وکړي او دا بهیر چټک کړي، دا ګامونه چې د هغه له خوا نوي اوچتېږي موږ د سولې بهیر ته نږدې کوي."

دا د افغانستان د سولې په برخه کې د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی.

نوموړی تېره میاشت د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

زلمی خلیلزاد چې له دې وړاندې يې په کابل او بغداد کې د امریکا د سفیر په توګه دنده تر سره کړې د افغانستان په اړه تر ډېره د پاکستان پر سیاستونو انتقاد لري.

هغه هېواد چې رول يې د افغانستان د سولې په برخه کې مهم بلل کېږي.

خو له ټاکل کېدو سره يې پاکستان حساسیت ښودلی وو.

اوس پوښتنه دا ده چې له دې ټولو سره به پاکستان او نورو هېوادونو ته د ښاغلي خلیل زاد د سفرونو دا لړۍ څومره بریالۍ وي.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، خلیلزاد چې کومو هېوادونو ته سفرونه کوي ورته دا پیغام لېږدوي چې دوی باید نور خپلو مسولیتونو ته متوجه شي.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"کومو هېوادونو ته چې زلمی خلیلزاد سفر کوي دا پخپل ذات کې د هغو شکونو او ابهاماتو وضاحت مطرح کوي چې دا هېوادونه يې یا په سیمه کې د سیاسي جوړښت له کبله په افغانستان کې لري او یا د عقیدې او مذهب له لارې خپل اهداف تعقیبوي د دوی د مسؤلیتونو د روښانه کولو په خاطر مهم دی."

ښاغلی خادم باور لري چې دا سفر به د افغان سولې لپاره د هېوادونو تر منځ اړیکې پیاوړي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG