د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

ولسمشر غني: له قزاقستان او روسیې سره هوايي دهلېزونه پرانیزو


افغان ولسمشر وايي، د افغاني تولیداتو د پیاوړتیا او نړیوالو بازارنو ته د رسونې لپاره له قزاقستان او روسیې سره هوايي دهلېزونه پرانیزي.

کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب، د کرنیزو محصولاتو پروسس، نړیوالو په ځانګړي ډول اروپايي بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو او تازه او وچو مېوو رسول هغه مهم ټکې دي چې افغان ولسمشر غني پرې ټينګار وکړ.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ د کابل د یویشتم نړیوال کرنیز نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان بازارونو ته لاره پیدا کول د حکومت لومړیتوب دی او په وینا يي قزاقستان او روسیه هم د افغانستان کورني تولیداتو لپاره لوی بازارونه لري چې افغانستان به له دې لارې په میلیونونه افغانۍ ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر ټولو لوی بازارونه موږ ته قزاقستان او روسیه دي او د روسیې او قزاقستان د بازارونو پرانیستل زموږ لومړیتوب او اساسي هدف دی، دلته د ازبکستان هېواد زموږ تر ټولو لوی ملاتړی دی او تر ټولو لوی مسؤلیت ستاسې دی چې سټنډرډ ته پاملرنه وکړئ."

محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د کورني تولیداتو د بازار موندنې لپاره بهرنیو چارو مالیې او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د د نړیوالو معیارونو لپاره کار وکړي.

افغان ولسمشر وايي، که چېري د افغانستان کرنیزو محصولاتو باندې اساسي تمرکز وشي په دریو کلونو کې به د افغانستان د صادراتو په ارزښت کې څلور میلیارډه ډالره زیاتوالی راشي.

ولسمشر غني د افغاني تولیداتو د پیاوړتیا او نړیوالو بازارنو ته د رسونې لپاره دا خبرې په داسې حال کې کوي چې دغه هېواد تېره اوونۍ له ترکیې او اروپايي هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره نوی هوايي دهلېز پرانیست.

هند، ترکیه، قزاقستان او ازبکستان هغه هېوادونه دي چې له افغانستان سره هوايي دهلېزونه لري.

له دې ټولو سره ګل احمد احدي د بڼوالو له ستونزو یادونه وکړه او ولسشمر غني ته په خطاب کې وویل چې نړیوالو بازارونو ته د دوی د تولیداتو په رسولو کې مرسته وکړي.

"موږ سږکال ۳۰ سلنه اضافه تولیدات درلودل، بازار هم ښه و خو بیا هم زموږ هیله له ولسمشر څخه دا ده چې په بازار موندنه کې زموږ سره مرسته وکړي همدارنګه هغه نړیوال نندارتونونه چې په بهر کې جوړېږي افغان بزګرو او بڼوالو ته فرصت برابر شي چې ورشي او له نږدې وویني چې د مشتریانو غوښتنه څه ده او بله غوښتنه مو داده چې د هوايي دهلېزونو ترڅنګ ځمکنۍ لارې هم جوړې شي"

په دغه غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول کرنیزو محصلاتو د ډېرېدو په تړاو د خپلو لاسته راوړنو او نویو پروګرونو څخه یادونه وکړه.

کرنیزو تولیداتو زیاتېدو،غذايي خوندیتوب او د ځانګړو پالیسو جوړول له مهمو مواردو یاد کړل.

ښاغلي دراني وویل، دغه هدف ته د رسېدو لپاره اړتیا ده څو بذري تخم، تحقیقاتي فارمونه، د کرنې میکانیزه کول، نوې ځمکې خړوبولو او بسټونو رغولو او جوړولو ته کار وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG