د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو


د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز نن پرانیستل شو.

د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز له لسیزو وروسته د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت معین اجمل حمید عبدالرحیمزي د یاد دهلېز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې له بېلابېلو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو د پرانیستې او فعالیت په نتیجه کې د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله زیات شوي دي:

اجمل حمید عبدالرحیمزی
اجمل حمید عبدالرحیمزی

"د سږ کال په ۹ میاشتو کې د تېر کال په پرتله د افغانستان صادرات شااوخوا ۳۲ سلنه زیات شوي دي، د نورو لاملونو سربېره هوايي د هلېزونه چې له بېلابیلو هېوادونو سره موږ وصل کړې یو د صادراتو د زیاتېدو یو مهم عامل دی."

د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان وصلېدل به د ګڼو نورو ګټو ترڅنګ لازم کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز د پرانیستې په درشل کې نن په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر نه دوه الوتکې چې په وچو او تازه مېوو او بېلابېلو نورو افغاني توکو بار وې فنلډ او اټیالیا ته پروازونه وکړل.

که څه هم افغانستان له یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه لري خو دا لومړی ځل دی چې له اروپايي هېوادونو سره یې هوايي دهلېز پرانیستل کېږي.

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان هرکال د هوا له لارې شااوخوا یو میلیون ټنه افغاني توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادروي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې مرستیال سفیر اندرس ریچارد د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز د پرانیستې په مراسمو کې وویل، اروپايي هېوادونه ویاړي چې افغانستان د دوی مارکېټونو ته لار پیدا کړه:

"د دغه هوايي دهلېز پرانیستل واقعاً د ټولو لپاره ښه خبر دی، موږ به پولې لمنځه یوسو او خلک، سوداګر او مارکېټونه به سره وصل کړو چې دا د ټولو په ګټه ده."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی بیا وايي چې د هوايي دهلېزونو په رامنځته کېدو د افغان سوداګرو د ستونزو یو لویه برخه حل شوې ده.

د ښاغلي الکوزي په خبره اروپا ته به د هوايي دهلېز له لارې له دېرشو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره قره قل او نور افغاني توکي اروپا ته صادرشي چې دا د دې هېواد د اقتصادي ودې لپاره ښه زېری دی.

تر دې وړاندې افغانستان له هند، قزاقستان، ترکیې او سعودي عربستان سره هوايي دهلېزونه پرانیستي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG