د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د افغانستان او ترکیې ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو


د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هوايي دهلېزونو د پرانیستلو په لړ کې، د افغانستان او ترکیې ترمنځ هم سوداګریز هوايي دهلېز پرانیستل شو.

دغه دهلېز د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډکر کې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر همایون رسا او په افغانستان کې د ترکیې د سفیر اوزان ارطغرل له‌خوا پرانیستل شو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلي همایون رسا په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل چې دغه دهلېز به د افغانستان او ترکېې ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو تر څنګ، د دوه اړخیزو همکاریو نور ډیر فرصتونه هم برابر کړي.

همایون رسا
همایون رسا

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د دغه دهلېز د پرانیستو شاهدان یو او په پام کې ده چې د لومړي ځل لپاره پنځه ټنه افغاني محصولات چې قالینې او وچه مېوه په‌کې شامله ده، د دغه هوايي دهلېز له لارې ترکیې ته صادر شي. ترکیې ته د افغانستان صادراتي مالونه مختلف دي، هیله ده چې په مجموع کې د افغانستان د صادراتو پر زیاتولو تأثیر وکړي او له ترکیې سره د نورو سوداګریزو لارو د موندلو په برخه کې هم ابتکار ولرو."

ښاغلي رسا وویل، د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې د افغانستان او ترکیې د اقتصادي کمېسیونونو ترمنځ یوه هوکړه شوې چې له مخې به‌یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر دا هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دغه سوداګریزې اړیکې د ګډو همکاریو پر نورو برخو هم مثبت اغېز وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې سربېره پر دې چې د دغه هوايي دهلېز له لارې په هر نوبت کې ترکیې ته هره ورځ ۱۵ ټنه افغاني تولیدات او محصولات صادرېدلی شي، ترکیه چمتو ده چې د افغان سوداګرو له غوښتنو او اړتیا سره سم، دوی ته د لویو الوتکو زمینه هم برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د افغانستان او هندوستان ترمنځ ورته سوداګریز هوايي دهلېز هم پرانیستل شوی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې دغه دهلېز به د تولیدي توکو تر څنګ ترکیې ته د افغان بزګرو او باغ لرونکو د روان کال د حاصلاتو صادرولو ته هم ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ د صادراتو موسم رارسېږي، تازه مېوې او سبزیجات مو ثمر ته رسي او صادرولو ته اماده کېږي، د پاکستان او هند په نسبت زموږ توکي په ترکیه او اروپايي هېوادونو کې په لوړه بیه خرڅېږي، نو له دې سره به زموږ بزګرو او بڼوالو ته ډېره ګټه ورسېږي."

په افغانستان کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل بیا جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې وویل چې ترکیه له افغانستان سره تاریخي او تل‌پاتې دوستي لري او هیله ده د دغه دهلېز په پرانیستو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لاپراخې شي.

په ورته وخت کې افغان سوداګر له دې ډلې جلال‌الدین سعید وايي، د افغانستان او ترکیې ترمنځ دغه سوداګریز دهلېز به افغان صادروونکي وهڅوي چې د صادراتي موادو کیفیت او پروسس ته هم پام وکړي چې د ترکیې او اروپايي سوداګرو د پېرودلو جوګه شي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې به افغان سوداګرو له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ډېر ځله له پاکستان او کله کله له ایران سره ټرانزیتي ستونزې لرلې چې له امله‌یې دوی ته د لکونو ډالرو زیانونه رسېدلي دي.

په ټوله کې د دغه هېواد اقتصاد هم اغېزمن شوی دی.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د دا شان هوايي دهلېزونو پرانیستل به تر ډېره د افغان سوداګرو ستونزې هوارې او د افغانستان سوداګري به هم پراخه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG