د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئيس د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له هغه څرګندونو وروسته چې کواګې، په افغانستان کې ترهګرې ډلې، د مرکزي اسیا د بې ثباته کولو نیت لري، د افغانستان د دفاع وزارت د سیمې له هېوادونو غواړي چې په دې اړه دې د تورونو پرځای د شواهدو او اسنادو له مخې خبرې وکړي.
د دغه وزارت ویاند عفوراحمد جاوید د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، داعش په افغانستان کې ماته خوړلې او افغان حکومت هېڅ ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نه د سیمي او ګاونډیو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د ترورېزم قربانیان یو او هېڅ کله اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې نه د نورو پر ضد کار واخیستل شي، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو نه مو غوښتنه داده چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی د تورونو پرځای دې اسناد وړاندې کړي چې د ترورېزم ضد مبارزه ګټوره شي."
ښاغلی جاوید وايي، ښه او بد تروریست نشته او د داعش په ګډون د ټولو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو شدیده مبارزه روانه ده چې د ده په خبره له دغې مبارزې سره باید روسیه او د سیمې هېوادونه،مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازې ضمیر کابلوف له رشیا ټوډې ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د داعش هغه ډله تروریستان چې د مرکزي اسیا نه افغانستان ته راغلي، په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پرخلاف د جنګ لپاره مېشت شوي نه دي بلکې هدف یې د مرکزي اسیا د هېوادونو د سیاسي وضعیت بې ثباته کول دي.
د ملګرو ملتونو د سازمان په امنیت شورا کې د روسیې استازي واسیلي ننزانیا هم تېره مېلادي میاشت ویلي چې په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر مخ په زیاتېدو دی او په نږدې راتلونکې کې به یې شمېر، لس زرو ته ورسېږي.
بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني څه موده مخکې په ازبکستان کې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعشیانو شمېر له ۲۰۰۰ډېر نه دی او ځپل شوي هم دي.
روسیې مخکې له دې هم څو ځلې په افغانستان کې د داعش د ډلې پر موجودیت اندېښنې ښودلي او د راپورونو له مخې دغه هېواد د داعش د حملو د شنډولو په خاطر، حتا له طالبانو سره پوځي مرستې هم کړې خو دا راپورونه د روسیې لخوا رد شوي دي.
داعش ډلې شااوخوا درې کاله د مخه، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې فعالیت پیل کړ خو اوس د ننګرهارپه ګډون په ځینو ختیځو او شمالي ولایتونو کې هم موجود دي.
په ورته وخت کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، ټولې تروریستي ډلې، د افغانستان، د سیمې د هېوادونو او نړۍ دښمنانې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ په هېڅ صورت ښه او بد تروریست نه لرو، د داعش او طالب په ګډون هره ډله چې په افغانستان کې په هره بڼه فعالیت کوي، زموږ د خلکو او د سیمې د هېوادونو دښمنانې دي، موږ له ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو غواړو چې موږ سره ډېره مرسته وکړو چې د تروریستانو ضد مبارزه کې بریالي شو."
د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم په دې نظر دی چې د داعش پرضد اقدامات شوي، خو روسیه غواړي په دې پلمه د افغانستان په قضیو کې ورننوزي:
"داعش ګډ خطر دی، حکومت او متحدانو یې پر وړاندې اقدامات کړي، خو داچې کابلوف یې بیا بیا یو خطر ګڼي، زما په نظر غواړي چې د افغانستان په قضیو کې دا خل شي."
دی ټینګار کوي چې په افغانستان کې د داعش د ریښو په ایستلو کې د افغان حکومت ترڅنګ، د دې هېواد متحدین هم برخه واخلي.
د ده په خبره افغان ځواکونه دې نورهم تمویل شي، د داعش د مبارزې لپاره دې ستراتیژي نوې او د جنګ فکتورونه دې وارزول شي.
راپور: خان محمد سیند