فرانسې دا ځل د ایران د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو پر پروګرام سخت انتقاد کړی او له امریکا سره یوه خوله شوي.
خو له دې سره هم د فرانسې د دفاع وزیرې فلورانس پارلي د سې شنبې په ورځ له خپل امریکايي سیال جېمز مټېس سره په یوه شریکه خبرې غونډه کې وویل، له ایران سره د اټمي توافق موجودیت ضرور دی، څو د اټمي وسلو د پراختیا مخه ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څېر باور لرو چې د ایران د ليرې واټن ویشتونکو توغندیو پروګرام یو ګواښ دی. موږ هم د ولسمشر ټرمپ په څېر په دې باور یو چې په سیمه کې د ایران نفوذ یوه لویه اندېښنه ده او موږ فکر کوو چې دا مسایل باید د ایران سره د خبرو اترو اساسي ټکي وي."
د فرانسې د دفاع وزارت د ایران د ليرې واټن ویشتونکو توغندیو په اړه وروسته له هغې اندېښنه ښيې چې د دوشنبې په ورځ تهران وویل:
"په سوریه کې یې د حکومت پر مخالفو وسله والو څو د لېرې واټن ویشتونکي توغندي توغولي دي."
د ایران سپاه پاسداران ځواک ویلي، دا توغندي یې د ایران په اهواز کې پر یو پوځي پریډ د برید د غچ په هدف ویشتي دي.
په اهواز کې پر پوځي پریډ برید کې ۴۰ کسان وژل شوي وو.
د اروپايي هېوادونو؛ فرانسې، بریتانیا او جرمني مشران په مجموع کې د ایران د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو د پروګرام په اړه اندېښنه څرګندوي.
دا درې واړه هېوادونه د هغو شپږو هېوادونو له ډلې دي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې له ایران سره اټمي تړون لاسلیک کړی.
تردې مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له ایران سره د دې هېواد د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو د پروګرام پر سر د خبرو غوښتنه کړې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په میاشت کې خپل هېواد د ایران او د نړۍ د شپږ پیاوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړون وویست او پر دې هېواد یې بېرته د بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.
تمه کېږي چې د نوومبر په میاشت کې به امریکا د ایران د تیلو پر سکتور سخت بندیزونه ولګوي.
ایران پر خپلو ډیپلوماټانو لګېدلي تورونه رد کړې او د دوی د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده
د ایران د توغندیو پر پروګرام د فرانسې د دفاع وزیره په داسې ورځ تُند انتقاد کوي چې د فرانسې دولت د دوو ایراني ډیپلوماټانو او د ایران د اطلاعاتو د وزارت د داخلي امنیت د معاونیت د ادارې شتمنۍ د شپږو میاشتو لپاره کنګل کړي دي.
پر دې دوو ایراني ډیپلوماټانو تور دی چې د پاریس په یوه څنډه کې یې د ایران د رژیم د مخالفو ایرانیانو پر یوه غونډه د برید نیت درلود.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا پر خپلو ډیپلوماټانو لګېدلي تورونه رد کړې او د دوی د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.