د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۱

د سولې بهیر څرنګه او د کوم مېکانېزم له لارې پرمخ وړل کېږي؟

  • د سولې بهیر څرنګه او د کوم مېکانېزم له لارې پرمخ وړل کېږي؟
  • ښکېلې خواوې پر کومو موضوعاګانو بحث کوي؟
  • کوم کسان په دغو خبرو اترو کې د افغانستان له اړخه برخه اخلي؟
  • نوموړي کسان کومې موضوعګانې مطرح کوي؟

دا هغه پوښتنې دي چې د افغانستان ولسي جرګه یې اندیښنمه کړې ده.

د ولسي جرګې یو شمیر غړېو د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د افغانستان د سولې په اړه د امریکا په ګډون د نړۍ د هر هېواد هڅې باید د افغانستان د سولې له عالي شورا او د دې هېواد له خلکو سره شریک شي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي وویل، دغه جرګه د سولې له هغه بهیره ملاتړ کوي چې جزئیات یې روښانه وي.​

عبدالرووف ابراهیمي
عبدالرووف ابراهیمي

دی زیاتوي:

"د سولې موضوع یوه ملي پروسه او د افغانستان د خلکو اساسي اړتیا ده، موږ سوله غواړو او نه یې ردوو، خو چې د سولې په اړه د خلکو قناعت حاصل کړي. په دې برخه کې دې له ټولو جزئیاتو سره یوه روښانه موضوع له خلکو او ملي شورا سره شریکه شي. موږ داسې سوله غواړو او ملاتړ یې کوو.​"

دغه اندیښنې په داسې حال کې د ولسي جرګې له خوا مطرح کېږي چې په تازه شپو ورځو کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي سلاکار زلمي خلیل زاد ویلي، امریکا حاضره ده چې پرته له شرطه له طالبانو سره خبرې وکړي.

خلیل زاد له ځینو لویدیځو رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې امریکا د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د مناسبې لارې غوښتونکې ده، داسې لاره چې ارزښت یې د افغانستان د تېرو څو کلونو لګښتونو سره برابروي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

پخوا تردې دا خبره تأیید شوه چې د طالبانو یوه پلاوي په قطر کې له امریکايي چارواکو سره لیدلي او په دې اړه داسې راپورونه هم خپاره شول چې افغان چارواکو په سعودي عربستان کې له طالبانو سره لیدلي، خو د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي ویلي چې تر اوسه د افغان چارواکو او وسله والو طالبانو ترمنځ هېڅ ډول خبرې نه‌دي شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشرتابه پلاوي غړی حبیب الله فوزي وايي، د افغانستان د سولې په اړه د دغې شورا ټول مسایل او اقدامات د افغانستان له خلکو او ملي شورا سره شریک شوي دي.

دی وايي:

"په‌دې برخه کې د افغانستان له کابو ټولو قشرونو سره خبرې شوي او د ټولنې لوی اکثریت د سولې او مصالحې موضوع تأیید کړې او د ټولنې لویه اړتیا ګڼل شوې ده چې ملي شورا هم په کې شامله ده. ملي شورا سره تل اړیکې نیول شوي او نظریات یې اخېستل شوي دي."

په ورته وخت کې د ملي شورا ځیني غړي وايي، کلونه کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې کېږي، خو تر اوسه ېې داسې مثبته نتیجه چې سوله او ثبات رامنځته کړي نه‌ده ورکړې.

دوی ټینګار کوي چې دا ځل روانې هڅې ښه نتیجه ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG