د افغانستان ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، پاکستان د خپلو شخصي ګټو او له نړیوالو د باج اخېستلو لپاره له طالبانو د ملاتړ اعتراف کوي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون او يو شمېر افغان کارپوهان وايي، پاکستان د دې لپاره چې نړیوالو ته ځان مهم وښيې او امتیازات ترلاسه کړي له طالبانو د ملاتړ اعتراف کوي.
پاکستان لا تراوسه په سمه توګه تر نړیوال فشار لاندې نهدی راغلی.
د ولسي جرګې د نړیوالو کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ او نه ملاتړ اعتراف له نړیوالو د باج اخېستو لپاره دی.
دی وايي:
"له نړیوالو غواړي چې باج واخلي او پهدې پلمه ځان مهم وښيې، د دوی همدغه درواغجن سیاست دی، زما له نظره کله چې دوی له طالبانو د ملاتړ اعتراف کوي او یا نهکوي، خبره ټوله د دوی په ګټو کې ده، خو له بدهمرغه چې دوی لا تراوسه په سمه توګه تر نړیوال فشار لاندې نهدي راغلي."
د ښاغلي پادخوابي په خبره، پاکستاني چارواکو له تېرو څلورو لسیزو راهیسې دا هڅه کړې چې د افغانستان له بې ثباتۍ او ناامنۍ ګټه پورته کړي او پهدغه هېواد کې د جګړې اور ته لمن ووهي.
دا پهداسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پهدې وروستیو کې ویلي چې پاکستاني جنرالانو د پاکستان د ګټو په خاطر له طالبانو ملاتړ کړی دی.
ښاغلي قریشي ویلي، که طالبانو ته لازم قناعت او انګېزه ورکړل شي د سولې خبرې به رد نهکړي.
نوموړی دا خبرې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې پاکستان د افغانستان د سولې په تړاو د دیني عالمانو د یوې مشورتي ناستې کوربه وي.
له طالبانو د پاکستان د ملاتړ او نه ملاتړ اعتراف د باج اخېستو لپاره دی.
پاکستاني جنرالان تل د افغانستان په جګړه کې د طالبانو په ملاتړ تورن شوي، خو پاکستان له دې وړاندې دا شان تورونه رد کړي وو.
په غزني ولایت د طالبانو په ډلهییزه حمله کې هم د دغه ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي وو چې د جګړې مدیریت د پاکستاني جنرالانو په لاس وو.
د افغانستان د سولې او جګړې د انسټیټیوټ سرپرست حکمتالله اعظمي پهدې باور دی چې پاکستان غواړي له دې لارې پر طالبانو د خپل نفوذ نه سیاسي، اقتصادي او نورې ګټې واخلي.
اعظمي زیاتوي:
"زه فکر کوم، دوی غواړي له دا شان اعترافونو نه ګټه واخلي او نړیوالو ته دا وښيې چې دوی په طالبانو نفوذ لري او نړیوال باید له دوی سره اړیکې ښې او فشارونه کم کړي چې دوی خپل رول ولوبوي."
د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه انتظارخادم بیا پهدې نظر دی چې ښايې د پاکستان نوی حکومت په دا شان اعترافونو سره غواړي، د سیمې هېوادونو سره په اړیکو کې خپله رښتینولي وښيې.
د ښاغلي خادم په خبره، له طالبانو د پاکستاني جنرالانو د ملاتړ په تړاو د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرد اعتراف يو لامل دا هم کیدای شي چې نړیوالو ته دا په اثبات ورسوي چې پاکستان د افغانستان په مسئله کې دخیل او د سولې په بهیر کې یې رول مهم او اغېزمن دی.
راپور: محمد واصل وصال