د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د عراق په کُردستان کې پارلماني انتخابات په کومو شرایطو کې کېږي؟


د عراق په خپلواکې سیمې کُردستان کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ پارلماني انتخابات کېږي.

د عراق کُردستان له یوه کال راهیسې چې د یوې ټول‎پوښتنې په پایله کې يې خپلواکي واخېسته، له ناکراریو او په بغداد کې له مرکزي حکومت سره په ستونزو او جنجالونو کې ښکېل دی.

  • د عراق په کُردستان کې پارلماني انتخابات په کومو شرایطو کې کېږي؟
  • کردستان په تېر یوه کال کې د کومو تحولاتو او پیښو شاهده وه؟

د تېر میلادي کال د سېپټمبر په ۲۵مه نېټه د عراق د کُردستان اوسېدونکو په یوې ټول‎پوښتنه کې د ۹۳ فیصده په لوی اکثریت خپلواکۍ ته رأی ورکړه.

خو د دې سیمې مشر مسعود بارزاني اعلان وکړ چې سمدستي له عراقه خپلواکي نه اعلانوي او د ځینو لانجمنو مسئلو په اړه به په بغداد کې له مرکزي حکومت سره خبرې وکړي.

مسعود بارزاني
مسعود بارزاني

د عراق مرکزي حکومت بیا د کُردستان سیمې د ټول‎پوښتنې نتیجه رد کړه، غیرقانوني يې وبلله او خبردارۍ ورکړ چې د عراق د یووالي پر وړاندې د هر ډول ګواښ مخه به ونیسي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي په ډاګه کړه چې د عراق اساسي قانون به د کُردستان په ګډون په ټولو سیمو تطبیقېږي او د کُردستان له چارواکو سره به د ترسره شوې ټول‎پوښتنې د پایلو پر اساس مذاکرات ونه‎کړي.

د عراق ګاونډیانو ترکيې او ایران هم د کُردستان سیمې د خپلواکۍ په اړه له ترسره شوې ټول‎پوښتنې سره مخالفت وکړ ځکه دا دواړه هېوادونه اندیښنه لري چې د عراقي کُردانو د خپلواکۍ غوښتنه ښايي هغه کُردان هم خپله کړي چې په‎دې دواړو هېوادونو کې مېشت دي.

د عراق مرکزي حکومت په یوه چټک اقدام کې له بهر نړۍ سره د کُردستان سیمې هوايي اړیکه پرې کړه او عراقي ځواکونو په تیلو د غني ښار کرکوک کنټرول په لاس کې واخېست او د تیلو تولیدونکې هغه ټولې سیمې يې چې د کُرد وسله‎والو تر واک لاندې وې، ونیولې.

د کُردستان سیمې مشرانو وضعیت ته په پام یو قدم پر شا تګ وکړ او د خپلواکې په اړه د ترسره شوې ټول‎پوښتنې د نتیجې د ځنډولو او له عراقي ځواکونو سره د فوري اوربند غوښتنه وکړه.

د عراق کُردانو چې اقتصادي ستونزو ځپلي دي، د خپلو سیاسي مشرانو په دریځ غُصه څرګنده کړه او د سیاسي ګوندونو پر ضد يې اعتراضونه پیل کړل چې له امله‎يې یو شمېر کسان مړه او زیات نور ژوبل شول.

د عراق حکومت له بهر نړۍ سره د کُردستان هوايي اړیکې بندې وساتلې چې دې کار او داخلي اقتصادي ستونزو له امله د کُردستان مشرمسعود برزاني بغداد تورن کړ چې په وینا يې په دې ګامونو سره د کُردستان ټول ولس ته ډله‎ییزه سزا ورکوي.

د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په مارچ کې عراقي او د کُردستان سیمې مشرانو په خپلو کې غونډه وکړه او بغداد موافقه وکړه چې له بهر نړۍ سره به د کُردستان ارتباط بېرته برحاله کړي او د دې سیمې د ملکي مامورینو او امنیتي ځواکونو تنخواګانې ورکړي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د اپریل په ۲۶مه د کُردستان له مرکز اربیله کتنه وکړه.

عبادي په اربیل کې وویل، نن موږ ټول د عراق تر چتر لاندې یو او هر هغه څوک چې بیلتون غواړي هغه به خاین وي.

XS
SM
MD
LG