د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

کومې ډلې په ایران کې شیعه ځواک ته د ګواښ ښکارندویي کوي؟


د تېرې اوونۍ په پای کې د ایران په اهواز ښار کې پر یوه پوځي پریډ په برید کې ۲۹ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په سیمه کې د نورو سیالو هېوادونو په مقایسه ایران په وروستیو کلونو کې، د یو شمېر انفرادي خونړیو بریدونو شاهد و او دغلته یو شمېر ډلې شیعه ځواک ته د ګواښ ښکارندویي کوي.

د اهواز ډموکراتیکه ملي جبهه:

دا جبهه د ایران د تېلو له اړخه بډای ولایت خوزستان په اهواز سیمه کې یوه بیلتون پالې ډله ده.

ایران دغه ډله تورنوي چې د شنبې په ورځ یې په اهواز سیمه کې پر یوه پوځي پریډ برید وکړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۲۹ تنه یې ووژل.

دغه پېښه په هغو مراسمو کې وشوه چې د ایران او عراق تر منځ د ۱۹۸۰ میلادي کال د جګړې د پیل په مناسبت جوړ شوي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې ایران دغه ډله په سیمه کې په تاوتریخوالي تورنوي.

په ۲۰۰۵ میلادي کال کې هم په اهواز کې د بمي چاودنو او ناکراریو پړه پر همدې ډلې واچول شوه .

هغه مهال دې ډلې په یادو پېښو کې خپل لاس لرل رد کړل.

د اهواز ډموکراتیکې ملي جبهې ADPF پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دا هغه مخکښ ملتپال سازمان دی چې د اهواز سیمې د عرب اقلیت د حقونو بیا ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

دوی وایي، د خپل برخلیک ټاکلو او د ازادۍ او خپلواکۍ د حق لپاره مبارزه کوي، خو وایي، مبارزه یې یوازې په همدې پورې محدوده نه ده.

د ایران انټرنشنل ټلویزیوني چینل چې مرکز یې په لندن کې دی، د اهواز د ډموکراتیکې ملي جبهې د ویاند یعقوب هُر ال تُستاري یوه مرکه خپره کړې چې په غیر مستقیم ډول یې په اهواز کې د سپټمبر د ۲۲ مې د برید مسؤلیت منلی دی.

نوموړي وسله وال بریدونه د ده په وینا، د مشروع اهدافو لپاره مقاومت بللی دی، خو همدې ډلې پر خپله ویبپاڼه په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د اسلامي دولت ډله یا داعش:

دغې ډلې په لومړي ځل د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په ۷ مه په ایران کې د هغو بمي بریدونو مسؤلیت واخیست چې په تهران کې پر پارلمان او د دغه هېواد د انقلابي رهبر ایت الله خمیني پر هدیرې وسله والو او ځانمرګو برید کوونکو یرغل وکړ.

په هغو بریدونو کې ۱۷ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د همدې کال په مارچ میاشت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یوه ویډیو خپره کړې وه او ایران ته یې د انتقامي بریدونو ګواښ کړی و، ځکه دوی ادعا کړې وه چې ایران د سوریې او عراق له حکومتونو سره د داعش پر وړاندي جګړه کې پوځي او لوژيستیکي ملاتړ کوي.

دغو وسلوالو ویلي وو چې غواړي ایران د سني مسلمانانو هېواد وګرځوي او هلته د شیعه مذهبو قتل عام وپاروي.

جند الله:

دا د سني مسلمانانو یوه تندلارې ډله ده چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې یې د ایران د دولت پر ضد خونړي فعالیتونه پیل کړل.

ویل کېږي چې دا ډله د بلوڅ ملاتړ لري او تر ډېره په سیستان - بلوچستان ایالت کې پراخ حضور لري.

دغه ولایت له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري.

ایران تر ډېره وخته ادعا کوله چې جند الله له امریکا، بریتانیا او اسرائیلي استخباراتي کړیو له خوا روزل کېږي.

خو له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰مه پورې تر یو شمېر خونړیو بریدونو وروسته په تېره بیا تر هغو غبرګو بمي بریدونو وروسته چې په سیستان -بلوچستان کې په یوه شیعه جومات کې وشول، د دغې ډلي فعالیتونه محدود شوي دي.

کردي یاغیان:

ایراني چارواکي د انقلاب ضد ځینې ډلې چې د عراق په شمال لوېدیځ کې د ایران پر پوله دېره دي، هم په ځینو بریدونو تورنوي، په ځانګړي ډول د ایران د کردستان ډموکراتیکه ډله او د کردستان د ازاد ژوند په نوم ډله.

په تهران کې د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون د ۷ مې تر بریدونو وروسته، ایران په ټول هېواد کې د یاغي ډلو پر وړاندې عملیات ډېر کړل او په دې ترڅ کې یې د شمال لوېدیځې سیمې چې له عراق سره پوله لري او کردي اقلیتونه په نښه کړل.

XS
SM
MD
LG