د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

امنیت شورا د ایران په اړه د ولسمشر ټرمپ وړاندیز رد کړ


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د متحد ایالتونو د ولسمشر وړاندیز د ایران په اړه رد کړ.

د امنیت شورا په غونډه کې پرون ډونالډ ټرمپ له نورو هېوادونو وغوښتل چې د ایران پرضد له واشنګټن سره ملګري شي.

د متحد ایالتونو ولسمشر یوه ورځ وروسته تردې چې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې ایران تجرید کړي، د ایران پرضد خپله طرحه د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې کړه.

ولسمشر ټرمپ پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل:

"د ایران رژیم، شخړې، ترورېزم او ګډوډۍ صادروي. په غیر قانوني ډول د بالسټیک توغندیو د پروګرام د پرمختګ لپاره یې معامله کړې او دا توغندي په ټول منځني ختیځ کې خوروي. دا رژیم په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو مخکښ تمویل کوونکی دی، په ټولې سیمې او ورهاخوا ترهګرۍ ته لمن وهي. دغه ډول رژیم ته باید کله هم د اټمي وسلو اجازه ورنه‌کړل شي. د همدې لپاره د روان کال په لومړیو کې متحد ایالتونه له ایران سره له اټمي تړونه بهر شول."

د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

هغه هیوادونه چې له ایران سره یې اټومي تړون لاسلیک کړی دی هغهَ د ټرمپ له دې غوښتنې په شا شول چې د ایران پرضد سره یوځای شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا د ملګرو ملتو د عمومي غونډې ترڅنګ خبریالانو ته وویل، ایران خپلو ګټو ته ګوري او د اټومي تړون له ژمنو به په شا نه شي:

« د امنیت شورا په ننۍ غونډه کې دا څرګنده شوه چې امریکا یوازې ده. ټولو هیوادو چې په امنیت شورا کې خبرې کړې دي د اټومي تړون ملاتړ یې کړی او په مستقیم یا غیرمستقیم ډول یې د امریکا اقدام یو ناسم اقدام بللی دی»

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې امریکا، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې نړیوال پر ایران لګیدلي بندیزونه سست کړي او ایران به خپل اټومي فعالیتونه راکم کړي.

د فرانسې ولسمشر:واشنګتن د ایران له اټومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووت او دې یوې ډول بې باوري رامنځته کړه

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل چې واشنګتن د ایران له اټومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووت او دې یوې ډول بې باوري رامنځته کړه، خو ښاغلي مکرون زیاته کړه چې دی ډاډه دی چې ټول دا هدف لري چې د دې مخه ونیسي چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

XS
SM
MD
LG