د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۹

د اندړو محاصره شوي پولیس وايي څوک یې غم نه خوري

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ دولتي او نظامي چارواکي وايي، له تېرو څه باندې دریو میاشتو د ولسوالۍ په مرکز کې دننه محاصره دي، له کورنیو ناخبره او تر سخت روحي فشار لاندې دي.

دوی وايي، د وسله والو طالبانو له لورې د ولسوالۍ د مرکز د محاصرې خبره یې د غزني د محلي ادارې ترڅنګ له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سره په څو کرته شریکه کړې، خو غږ یې نه اورېدل کېږي.

په دغه ځای کې د پولیسو قوماندان جمعه ګل د ټلیفون له لارې ازادي راډیو ته وویل:

د ولسوالۍ په انګړ کې بند پاته دي، طالبان نارې ورهي چې تسلیم شئ کنه وژل کېږئ.

دی وايي:

"دولت دي کمکي ځواکونه ورولېږي ترڅو امنیتي ساحه پراخه او دوی له اوږدې محاصرې څخه ازاد شي."

د غزني محلي اداره هم د د اندړو ولسوالۍ دا محاصره مني خو وايي، د امنیتي ساحې د پراختیا له پاره امنیتي پلان په نظر کې لري، د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل:

"اوس هم په دغه ځای یو شمیر امنیتي سرتېري ځای پر ځای شوي دي او اکمالات هم ورته رسېدلي دي."

که د غزني محلي اداره دوی ته د خوراکي توکو او مهماتو د ورلېږلو خبره کوي، خو د اندړو ولسوال قاسم دیسي وال د هغوی دا خبره بې ځایه بولي او وايي:

"دوی د خوراکي توکو له کمبوت سره مخ دي، پولیسو ته عاشه نه ده رسیدلې، څو موده وړاندې یې اکمالات ورته لېږل شوي وو چې هغه هم پر لاره ورڅخه وسوځول شول."

ولسوال وايي:

"خولې یې تڼاکې وکړې خو خبره یې نه اوریدل کېږي".

د اندړو ولسوالۍ هم د غزني د ګیرو، مقر، قره باغ او ځینو ورو ولسوالیو په رنګه تر سختې محاصرې او د وسله والو تر تهدید لاندې ده چې پوستې یې سقوط او یووازي مرکز یې د امنیتي سرتېرو په لاس کې دی.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG