د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۶

عبدالله عبدالله: د پولیسو تلفات نسبت تېر کال ته لوړ شوي

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، پولیس د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د جګړې په لومړی کرښه کې جنګېږي چې ډېر کله له تلفاتو سره مخ کېږي.

عبدالله عبدالله چې د پولیسو د همغږۍ د نړیوال بورډ په یوه غونډه کې يې خبرې کولې د پولیسو د مرګ ژوبلې د کمولو په خاطر يې د کورنیو چارو وزارت څخه د نویو طرحو او کړنلارو د عملي کولو غوښتنه وکړه:

"یوه عمده ستونزه د تلفاتو لوړه شمېره ده چې د کورنیو چارو وزارت او نور بنسټونه باید لازمه همغږي ولري ځکه چې له بده مرغه تلفات لوړ دي که دا ستونزه د استحکاماتو، موضع او جګړې په ډګر کې رامنځته کېږي باید ورته رسیدنه وشي."

وی افزود:

"یکی از مسایل عمده، رقم بالای تلفات است که هیئت رهبری وزارت داخله و سایر نهادها باید یک هماهنگی داشته باشند، چون متأسفانه رقم تلفات زیاد است. اگر این مسئله ارتباط به استحکامات، موضع و سنگر می‌گیرد، باید رسیده‌گی شود."

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د پولیسو د همغږۍ نړیوال بورډ موجودیت اغیزمن وباله ويې ویل چې دا وخت د اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې، همغږۍ، جندر او د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې پرمختګ د احساس وړ دی.

اجرائیه رئیس د امنیت په ټینګښت کې د نړیوالو ځواکونو همکاري او له افغان پولیسو څخه ملاتړ هم اغېزمن بولي.

له دې وړاندې ولسمشر غني هم په نامناسبه ځایونو کې د ځواکونو ځای پر ځای کول، غلطې پرېکړې او لاسوهنې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو لاملونه بللي دي.

د راپورونو له مخې یوه میاشت وړاندې یوازې د غزني په جګړه کې نېږدې سل افغان پولیس وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې د حکومت وسله والو مخالفینو په یو شمېر ولایتونو کې حملې ډېرې کړي چې له امله يي دواړو لورو ته مرګ ژوبله زیاته شوې، خو حکومت د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه دقیقې شمېرې نه خپروي.

له دې سره په کابل کې د کاناډا د سفارت شارزدافیر پرابو حریهان چې په دې غونډه کې يي ګډون کړی و یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به يې د هېواد مرستې دوام ولري

د ده په وینا کاناډا به له افغان پولیسو سره ثبات ته تر رسېدو پورې مرسته وکړي.

په کابل کې د انګلستان سفیر نیکولاس کي هم دغې غونډې ته وویل، د کورنیو چارو په وزارت کې د پام وړ اصلاحات راغلي او د فساد سره د مبارزې په برخه کې هم ځينې ګامونه اخیستل شوي دي.

له دې سره د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک دغې غونډې ته وویل، د فساد سره د مبارزې، د کادري او بنسټیزو اصلاحاتو، د خیالي پولیسو د مخنیوي په خاطر د ځواکونو بایو متریک کول د دوی مهمې لاسته راوړنې دي.

ده وویل اوسنیو ګواښونو ته په کتو افغان امنیتي ځواکونه باید لا ډېر تجهیز شي.

نوموړي زیاته کړه:

ویس احمد برمک
ویس احمد برمک

"هغه څه چې زموږ لپاره مهم دي هغه د پولیسو تجهیزول دي کله چې موږ په پولیسو خبرې کوو دوی باید داسې قوي جوړ، تربیه او مجهز کړو چې د نننیو ګواښونو ځواب ووايي."

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي د امنیتي پوستو غیر معیاري جوړښت، د مکافاتو او مجازاتو اصل په نظر کې نه نیول، د حکومت د مشرانو تر منځ د قدرت د وېش په سر اختلافات هغه ستونزې دي چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو سبب ګرځېدلي.

له ډلې يي عتیق الله امرخېل ټینګار کوي چې د مرګ ژوبلې د کمېدو لپاره باید د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې بدلون راشي، او کشفي او استخباراتي ځواکونه لا فعاله شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG