د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

دفاع وزارت: طالبان د غزني ښار له ډېرو برخو ایستل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه وايي، وسلهوال طالبان د غزني ښار له ډېرو برخو ایستل شوي دي.

د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د غزني په مهم ښار کې له څلورو ورځو نښتو او جګړو وروسته وايي چې وسله‌وال مخالفین د ښار له اکثرو برخو په شا شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل چې دفاعي او امنیتي ځواکونه د ښار نوي په سلو کې برخه په خپله ولکه کې لري.

نوموړي زیاته کړه:

"۹۰ فیصده د غزني ښار چې دی دا اوس د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، ۱۰ فیصده د بهلول باغ خوا ته یو څه مزاحمتونه روان دي چې د لهمنځه وړلو لپاره‌یې عملیات هم جریان لري او زر کسیز تازه نفس ځواک هم رارسېدلی دی."

د دفاع وزارت ویاند زیاتوي چې پرونیو هوايي بریدونو کې شااوخوا ۷۰ کسه مخالفین وژل شوي دي.

په تېرو څلورو ورځو جنګ کې شااوخوا ۲۰۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او څه د پاسه ۱۶۰ کسه نور یې ټپیان شوي دي.
په تېرو څلورو ورځو جنګ کې شااوخوا ۲۰۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او څه د پاسه ۱۶۰ کسه نور یې ټپیان شوي دي.

غفور احمد جاوید وايي په تېرو څلورو ورځو جنګ کې شااوخوا ۲۰۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او څه د پاسه ۱۶۰ کسه نور یې ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند زیاتوي چې تر ۴۰ پورې ولسي خلک او څه د پاسه ۳۰ عسکر وژل شوي دي.

خو دغه ارقام د مستقلو منابعو له‌خوا نه‌دي تایید شوي.

د غزني په جنګ کې له وسله‌والو طالبانو وروسته ډېره مرګ ژوبله پولیسو ته اوښتې ده.

د غزني په جنګ کې له وسله‌والو طالبانو وروسته ډېره مرګ ژوبله پولیسو ته اوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

"متأسفانه هغه معلومات چې موږ تر لاسه کړي د ملي پولیسو شااوخوا ۷۰ کسه د پولیسو د بېلابېلو برخو څخه د افغانستان د خلکو څخه د دفاع په لار کې شهیدان شوي دي، یو شمېر کابل ته راوړل شوي او یو شمېر نور چې د غزني اوسېدونکي وو همالته خاورو ته سپارل شوي دي."

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش

​ویل کېږي چې یو شمېر وسله‌والو طالبانو د خلکو په کورونو او دکانونو کې ځای نیولی وو.

په ولسي جرګه کې د غزني یوې استازې شاه ګل رضایي ازادي راډیو ته وویل:

"راپورونه ښيي چې وسلهوال طالبان د ښار له‌منځه ایستل شوي دي. خو د ښارپه څنډو کې اوس هم شته، یوه اندېښنه دا ده چې امکان لري د خلکو په کورونو، لوړو ودانیو او نورو ځایونو کې یې چې په تېرو څو ورځو کې ځای نیولی وو، د طالبانو یا یا د دغې تخریبکارې شبکې کسان پاتې وي."

چارواکو وویل چې د تېرې جمعې په ورځ سلګونه وسله‌والو طالبانو چې بهرني جنګیالي هم ورسره وو له څو خواوو پر غزني ښار برید وکړ.

دولتي ځواکونو مهمې ودانۍ تر خپل واک لاندې وساتلې او امریکایي هوايي ځواکونو يې هم مرسته وکړه.

دولتي ځواکونو مهمې ودانۍ تر خپل واک لاندې وساتلې او امریکایی هوايي ځواکونو يې هم مرسته وکړه.
دولتي ځواکونو مهمې ودانۍ تر خپل واک لاندې وساتلې او امریکایی هوايي ځواکونو يې هم مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پرون د غزني د وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

د دغې ادارې مشر، ریچارد پیپر کورن وویل چې د غزني ښار اوسېدونکي چې شمېر يې دوه لکه ۷۰ زره کسانو ته رسېږي د برښنا، اوبو، خوړو او درملو له کموالي سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG