د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

ولایتي شورا: د غزني پنځو ولسواليو سقوط کړی


د غزني د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د دغه ولایت پنځو ولسوالیو خواجه عمري، رشیدان، اجرستان، خوګیاڼو او جغتو ولسوالیو سقوط کړی دی.

د دغې شورا غړي نصیر احمد فقیري ازادي راډيو ته وویل، که چېرې مرکزي دولت ورته توجه ونه‌کړي، نو پاتې نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د غزني ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو او دغه‌راز د ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو له پوره هڅو سره سره بیا هم بریالي نه‌شوو.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د غزني پر امنیتي وضعيت بېړنۍ غونډ کړې او پرېکړه‌یې وکړه چې غزني ته به ډېر ژر ملاتړي ځواکونه واستوي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:41 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG