د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ولسمشر ټرمپ: د ایران مشران ګډوډي، مرګ او ویجاړي خپروي


د سې شنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وویل، د ایران مشران ګډوډي، مرګ او ویجاړي خپروي. دوی خپلو ګاونډیانو، پولو او د هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی نه لري.

د امریکا د ولسمشر په وینا د دې پر ځای د ایران مشران ددې هیواد سرچینې د خپل ځان د بډاینې او په منځني ختیځ او نوره نړۍ کې د ویجاړۍ لپاره کاروي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:

"موږ په نړۍ کې د ترهګرۍ مخکښ ملاتړی ته ددې اجازه نه شو ورکولی چې ټوله دنیا په خطرناکو وسلو واګوښي. موږ یو داسې رژیم چې ” مرګ په امریکا “ شعار ورکوي او اسرایل په نابودۍ تهدیدوي نه شو پرېښودی چې دا وړتیا ولري څو د مځکې پر سر هیڅ یو ښار ته هم اتومي سرګولوله ورسوي. موږ دا نه شو کولی."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې، له ټولو هیوادونو څخه غواړي چې د ایران رژیم تر هغې منزوي کړي څو چې یې تیري کونکې پالیسۍ دوام لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

نوموړې همدارنګه له ټولو هیوادونو څخه وغوښتل چې د ایران د هغو خلکو ملاتړ وکړي چې هڅه کوي خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي.

ټرمپ : د ایران مشران ددې هیواد سرچینې د خپل ځان د بډاینې او په منځني ختیځ او نوره نړۍ کې د ویجاړۍ لپاره کاروي

له ولسمشر ټرمپ څو ساعته وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا وویل، له ایران سره له لاسلیک کړي اتومي تړون څخه د واشنګټن وتل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او پر ایران د واشنګټن یو اړخیز بندیزونه د روحاني په وینا ” اقتصادي تروریزم “ دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ټرمپ د ادارې په اړه وویل:

"یو داسې دولت چې تر اوسه په خپل دولت کیدو خبر نه دی، او د خپل سلف له ژمنې او تړون سرغړاوی کوي. د دولتونو د دایمي حقوقي مسولیت اصل نه پیژني. د یادو خلکو سلا مشورې نه مني، او بیا له ایران غواړي چې خبرې ورسره وکړي. موږ په کوم معیار کولی شو د داسې یو تړون ماتونکي دولت سره نوی تړون وکړو."

پر ایران د ولسمشر ټرمپ نیوکې د نوموړې د هغې وینا برخه وه چې تر ډیره د نوموړې " امریکا تر هر څه لومړۍ" بهرنۍ پالیسۍ متمرکزې وې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ټرمپ له څرګندونو لږ وروسته د ناټو د دوو غړیو هیوادونو ترکیې او فرانسې ولسمشرانو هم په ضمني توګه د ایران د منزوي کولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پر غوښتنه انتقاد وکړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وویل، د ایران په اړه خبرو اترو او څو اړخیز توب ته اړتیا ده.

د فرانسې ولسمشر وویل ایران د اتومي وسلې د ترلاسه کولو په لاره و، خو هغه څه چې ددې مخه یې ونیوله هغه په ۲۰۱۵ م کال کې ویانا تړون و.

نوموړې ټینګار وکړ چې د اختلافاتو د هواري لپاره باید د تفاهم او ډیالوګ لاره خپله شي.

XS
SM
MD
LG