د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۱

امریکا او ملګرو ملتونو د ایران پر پوځي پرېډ حمله غندلې


د امریکا او ملګرو ملتونو چارواکو د ایران په اهواز کې پر یوه پوځي پرېډ حمله غندلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې هدر ناویرت پرون ناوخته وویل چې متحده ایالات ټول تروریستي اعمال او د هر بېګناه وګړي وژل غندي.

مېرمن ناویرت زیاته کړه، موږ د ترورېزم د حملو په وړاندې د ایران له خلکو سره ملګري یو او په دې بد وخت کې خواخوږي ورسره څرګندوو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم په یو بیان کې ویلي چې دا حمله غندي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

ګوترش د پېښې د قربانیانو له کورنیو، د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د سمدستي روغتیا هیله یې څرګنده کړې ده.

له دې مخکې د نورو هېوادونو حکومتونو هم پر دې پېښه خپګان ښودلی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د دې حملې له کبله د ایران له خلکو سره خواخوږي ښودلې ده.

ایرنا خبري آژانس د ښاغلي پوتین له قوله لیکي چې نوموړی وايي، مسکو د ترورېزم پرضد د ګډې مبارزې پراخولو ته چمتو دی.

اېرنا د باخبرو سرچینو په حواله وايي، په اهواز کې پرون وسله والو کسانو چې پوځي یونیفورمه یې اغوستي وو پر هغه ځای چې چارواکي د پرېډ د لیدو لپاره ولاړ وو، ډزې وکړې. په دې حمله کې د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

په ایران کې پر پوځي پرېد د حملې انځور
په ایران کې پر پوځي پرېد د حملې انځور

دا پوځي پرېډ د ایران او عراق د جګړې د پېل د کلیزې په مناسبت ترسره کېده.

د ایران او عراق جګړه په ۱۹۸۰مېلادي کال کې پېل شوه او په ۱۹۸۸مېلادي کال پای ته ورسېده.

د دې حملې مسؤلیت دوو ډلو منلی، اسلامي دولت ډلې یا داعش او د اهواز د ملي مقاومت په نوم د حکومت یوې مخالفې عربي ډلې دواړو ویلي چې دا حمله دوی کړې.

د اهواز د ملي مقاومت یو ویاند یعقوب هُر توتساري د آزادي راډیو له فردا څانګې سره په خبرو کې تائید کړه چې دا حمله دوی کړې ده.

د ایران مذهبي مشر د دې حملې پړه د امریکا پر ګوډاګیانو اچولې.

آیت الله علي خامنه يي پر خپله رسمي ویبپاڼه په یو بیان کې ویلي دا حمله په سیمه کې د امریکا د ګوډاګیو دولتونو د پلانونو دوام دی چې هدف یې په ایران کې ناامني ده.

ولسمشر حسن روحاني د حکومت د مخالفینو پرضد د ځپونکو اقداماتو خبرداری ورکړی ویلي یې دي، حکومت به حتآ کوچنیو ګواښونو ته هم غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. روحاني د اهواز پر حمله امریکا او د سیمې هېوادونه تورن کړل:

حسن روحاني
حسن روحاني

"هغوی چې نن د نړۍ په کچه ادعاوې کوي او د بشري حقونو ادعا پرله پسې تکراروي باید په دې اړه ځواب ووایي. د سیمې دا ټول کوچني هېوادونه چې وینو، پشتوانه یې امریکا ده او د امریکایانو له خوا پارول کېږي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ټویټر په یوه پیغام کې د کوم هېواد د نوم له یادولو پرته لیکلي چې بریدکوونکي د بهرنیو دولتونو له خوا استخدام شوي، روزل شوي او وسلې او پیسې ورکړل شوي دي.

خو په عین حال کې ایرنا خبري آژانس راپور ورکړی چې د ایران حکومت په تهران کې د برتانیا، هالنډ او ډنمارک استازي د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړي او پر دې هېوادونو یې تور لګولی چې د ایران د اپوزیسیون ډلو ته یې پناه ورکړې ده.

د مجاهدین خلق په ګډون د ایران د حکومت ځینې مخالفې ډلې د ۱۹۷۹مېلادي کال د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په یوشمیر لوېدیځو هېوادونو کې فعالې دي.

XS
SM
MD
LG