د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۱۵

ايران: پر پوځي پرېډ په حمله کې ٢٤ کسان وژل شوي او ٥٣ ټپيان دي


د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړى چې په جنوب لوېديځ ښار اهواز کې پر پوځي پرېډ په حمله کې ٢٤ کسان وژل شوي او ٥٣ تنه نور ټپيان شوي دي.

اژانس د باخبره سرچينو په حواله راپور ورکړى چې حمله کوونکو چې پوځي درېشۍ يې پر تن وې، نن پر پوځي پرېډ ډزې پيل کړې.

حمله کوونکو هغه ساحه په نښه کړه چې ايراني چارواکي د جوړو شويو کلنيو پوځي مراسمو نندارې ته ولاړ وو.

دغه مراسم په ١٩٨٠میلادي کال کې د ايران او عراق د جګړې د پيل په مناسبت ترتيب شوي وو.

بل خوا نيمه دولتي اژانس تسنيم راپور ورکړى چې په وژل شويو کې د سپاه پاسداران انقلاب ٨ غړي هم شامل دي.

په هغه ويډيو کې چې ايراني رسنيو خپره کړې، سرتېري ښکاري چې پروت يې کړى او د دوى پر لوري ډزې روانې دي.

اهواز په تېلو د غني ولايت خوزستان مرکز دى چې عرب بېلتون غوښتونکي په کې په څو حملو تورن شوي دي.

که څه هم تر دې شېبې د نننۍ حملې مسؤليت چا نه دى منلى، خو د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په ټوېټر کې د نورو جزياتو له ورکولو پرته ليکلي:

"حمله کوونکي هغه ترورېستان وو چې د يوه بهرني رژيم له خوا ګمارل شوي، روزل شوي، تمويل شوي او په وسلو سمبال شوي وو."

ښاغلي ظريف سيمه ييز هېوادونه او د هغوى "امريکايي باداران" د دې حملې په کولو تورن کړي او زياته کړې يې ده چې ايران به يې ځواب وايي.

بل خوا د ايران د وسله والو ځواکونو وياند ويلي چې حمله کوونکي د خليج د دوو هېوادونو له خوا چې له امريکا او اسرائيل سره اړيکې لري، روزل شوي وو.

بريد جنرال ابوالفضل شکارچي ايرنا خبري اژانس ته ويلي:

”دغه ترورېستان نه داعشيان وو او نه په نورو ډلو پورې تړلي خلک، بلکې هغه کسان دي چې د فارس خليج په دوو هېوادونو کې تنظيم شوي او روزل شوي دي."

د ده په خبره، دغه حمله کوونکي د امريکا او اسرائيل په استخباراتي ادارو پورې تړلي وو.

د ايران او عراق د جګړې د پيل په مناسبت مراسم په تهران کې هم ترتيب شوي وو.

دغو مراسمو ته په وينا کې د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل، هېواد به يې د امريکا له فشار سره سره نه له خپلو ميزائيلو لاس واخلي او نه به خپل دفاعي ځواک کم کړي.

د ايران او عراق جګړه چې په ١٩٨٠میلادي کال پيل شوې وه، ٨ کاله يې دوام وکړ.

حسن روحاني
حسن روحاني

ښاغلي روحاني په خپله وينا کې چې له دولتي ټلويزيونه خپرېدله وويل:

”ايران به نه خپلې دفاعي وسلې يوې څنډې ته کېږدي او نه به خپل دفاعي قوت کم کړي، ورځ په ورځ به خپل دفاعي ځواک لا پسې زيات کړو، دا چې تاسې زموږ پر توغنديو په غوصه ياست، معنى يې دا ده چې نن مو تر ټولو اغېزناکه وسله زموږ توغندي دي.“

ښاغلي روحاني ټينګار وکړ، ايران به له خپلو ميزائيلو هم چې امريکا يې په غوصه کړې ده، لاس وانه خلي.

د هغه په خبره، ايران داسې بالستيک يا لېرواټنه ميزائيل لري چې څه باندې ٣٥٠٠ کيلومتره واټن وهلاى شي او دا په منځني ختيځ کې د اسرائيل او امريکا پوځي اډو ته د رسېدو لپاره کفايت کوي.

د ايران د ميزائيلو پروګرام ته د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د ٢٠١٥میلادي کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو د اعلان پر مهال اشاره وکړه.

د ايران او نړيوالو قدرتونو ترمنځ د دغه تړون له مخې تهران د خپل اټمي پروګرام پر محدودولو موافقه کړې وه، په بدل کې له ايران څخه ځيني نړيوال بنديزونه کم شوي وو.

د ايران ولسمشر حسن روحاني نن شنبه په خپله وينا کې وويل، د امريکا ولسمشر له ايران سره په خپله مقابله کې د عراق د صدام حسين په څېر پاتې راغلى دى.

ولسمشر روحاني وويل چې ټرمپ به د صدام حسين له برخليک سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG