د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۴۸

د افغانستان په وړاندې د پاکستان په پالېسۍ کې بدلون راغلی؟


په افغانستان کې د پاکستان د حکومت بدلېدو ته چندان تلوسه نه وه، ځکه چې د ډېرو افغانانو په باور، عمران خان چې له پوځ سره نېږدې اړیکې لري، د افغانستان په وړاندې د پاکستان په دودیزه پالېسۍ کې بدلون نه شي راوستی.

څه باندې یوه میاشت وړاندې عمران خان د پاکستان صدراعظم غوره شو.

خو تېره اوونۍ کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سفر د توقع خلاف ځیني افغانان د پاکستان د نوي حکومت له لوري، په خپله پالېسۍ کې بدلون ته خوشبین کړل.

خو په هند کې د افغانستان د ولسمشر له څرګندونو داسې ښکاره شوه چې د افغانستان حکومت لا هم باور لري چې د هېواد امنیت له بهره تهدیدېږي.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د نوي ډیلي د سفر په مهال، د هند صدراعظم نریندر مودي ته وویل چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان په پالېسۍ کې بدلون نه دی راغلی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي

ښاغلي غني په عین حال کې وویل:

"افغانستان ته د تشدد د شبکو، د بهرنیو ترورېستي شبکو او بهرنیو جنایتکارو شبکو له لوري یوازنی څه چې وړاندې کېږي، هغه وینې، ورانۍ او نوره ورانکاري ده، موږ ته پکار ده چې په دې پوی شو چې اوس په افغانستان کې څه شی مهم دی، څه چې مهم دي، د نړۍ او د دې سیمې ثبات دی."

که څه هم د پاکستان له لوري افغانستان ته د ژمنو په اړه په کابل کې ډېر څه ونه ویل شول، خو شاه محمود قریشي خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د کابل سفر خورا ګټور وباله.

ښاغلي قریشي جیو نیوز ټلویزیون ته په مرکه کې وویل:

"د کابل نننی سفر خورا ګټور و، په دې پوی شوم چې زموږ پر اړیکو غوړېدلې ورېځې لېرې شوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د خپلو خبرو یوه نتیجه دا وبلله چې دواړه هېوادونه به وروسته له دې چې په اکتوبر کې د افغانستان اقتصادي کمېسیون پاکستان ته سفر وکړي، خبرو ته دوام ورکړي.

ده د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ګډ اقتصادي کمېسیون جوړېدا ضروري وبلله.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، غني د هند صدراعظم ته وویل چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره له کتنې وروسته دې نتیجې ته ورسېد چې د پاکستان نوي حکومت د افغانستان په وړاندې په خپله پالېسۍ کې د پام وړ بدلون نه دی راوستی.

د عوامي نشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک کابل ته د ښاغلي قریشي د سفر په درشل کې ازادي راډیو ته وویل، فکر نه کوي چې پاکستان دې د افغانستان په وړاندې خپله پالېسي بدله کړې وي.

نوموړي ویلي:

"په دې خوشالېږو چې د دوو هېوادونو مشران له یو بل سره کتنې کوي، خدای دې وکړي چې څه نتیجه یې را ووځي، خو تجربو ښودلې ده، دې خبرو پخوا هم څه نتیجه نه ده ورکړې او تر دې په لوړه کچه خبرې شوي، د صدراعظمانو او ولسمشرانو په سطحه شوي، خو څه ترې جوړ شوي نه دي، ځکه چې په پاکستان کې سیول (ملکي) حکومتونه څه اختیار نه لري او اوسنی حکومت خو تر ټولو لږ اختیار لري."

د انډیا ټوډې د راپور پر اساس، ولسمشر غني د هند صدراعظم نریندرا مودي ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې د غزني په حمله کې چې د عمران خان له صدراعظم کېدو وروسته وشوه، د سلو او یونیم سلو تنو ترمنځ پاکستانیانو رول درلود.

پر غزني د طالبانو حمله په ډېرو کلونو کې یوه تر ټولو خونړۍ حمله وه چې سلګونه ملکیان او پوځیان پکې ووژل شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیله لري چې د پاکستان د نوي حکومت د کار په موده کې به د دوو هېوادونو اړیکې وغوړېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت احمدي ازادي راډیو ته وویل چې اُمیدواري زیاته ده چې پاکستان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنې په صداقت عملي کړي.

ده وویل‎:

"د پاکستان د نوي حکومت واک ته له رسېدو وروسته هیلې ډېرې دي او موږ امیدوار یوو چې پاکستان د سیمه ییزې همکارۍ او همداراز د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو او له افغانستان سره د صادقانه همکارۍ په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي او هیلې هم ډېرې دي چې پاکستان به په دې برخو کې عملي ګامونه واخلي."

خو کله چې مو ښاغلي احمدي ته وویل چې ایا د پاکستان له لوري په یادو برخو کې د عملي ګام نښې لیدل شوي؟

ده وویل:

"موږ پر دې کار کوو، هیله لرو چې پاکستان د خپلو ګټو په خاطر او همداراز د افغانستان او سیمې د ګټو په خاطر په صداقت د عمل میدان ته را ووځي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د قریشي له سفره وروسته وویل چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې موافقو ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د یکشنبې په ورځ وویل چې اسلام اباد له افغانستان سره منلې چې نور به پاکستان له افغان سوداګرو څخه ګمرکي تعرفه یا مالیه نه اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل وویل، اسلام اباد دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې په روان ۲۰۱۸ میلادي کال افغانستان ته د پاکستان د صادراتو اندازه زیاته شوې ده.

تېر کال افغانستان ته د پاکستان صادرات له څه باندې ۲ ميلیاردو ډالرو څخه ۱۲ سوه ميلیونو ډالرو ته راټیټ شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان همداراز موافقه کړې په خپل منځ کې پوځي همکارۍ ډېرې کړي او پاکستان افغان پولیس او پوځیان وروزي.

که څه هم افغانستان تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان په خاوره کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه د پاکستان یوه زړه غوښتنه ده.

د افغانستان د حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت تر هغو د پاکستان د ژمنو په اړه ولس ته څه نه وايي چې د پاکستان عملي اقدامات یې لیدلي نه وي.

سرچینې وویل چې پاکستان پخوا هم ژمنې کړي، خو عملي کړي یې نه دي.

پاکستان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په هند کې د افغان امنیتي ځواکونو له روزل کېدو سره مخالفت کړی او په ځلونو یې ویلي چې په افغانستان کې د هند زیاتېدونکی نفوذ نه شي زغملای.

XS
SM
MD
LG