د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

روحاني: ايران به نه خپلې دفاعي وسلې کېږدي او نه به خپل دفاعي قوت کم کړي


د ايران ولسمشر وايي، هېواد به يې د امريکا له فشار سره سره نه له خپلو ميزائيلو لاس واخلي او نه به خپل دفاعي ځواک کم کړي.

حسن روحاني دا خبره نن شنبه د ايران او عراق د جګړې د پيل په مناسبت رابلل شويو مراسمو ته وکړه.

دغه جګړه په ١٩٨٠میلادي کې کال پيل شوې وه او ٨ کاله يې دوام کړى و.

حسن روحاني
حسن روحاني

ښاغلي روحاني په خپله وينا کې چې له دولتي ټلويزيون څخه خپرېدله، وويل:

”ايران به نه خپلې دفاعي وسلې يوې څنډې ته کېږدي او نه به خپل دفاعي قوت کم کړي، ورځ په ورځ به خپل دفاعي ځواک لا پسې زيات کړو، دا چې تاسې زموږ پر توغنديو په غوصه ياست، معنى يې دا ده چې نن مو تر ټولو اغېزناکه وسله زموږ توغندي دي.“

ښاغلي روحاني ټينګار وکړ، ايران به له خپلو ميزائيلو هم چې امريکا يې په غوصه کړې ده، لاس وانه خلي.

د هغه په خبره، ايران داسې بالسټيک يا لېرواټنه ميزائيل لري چې ٣٥٠٠ کيلومتره واټن کې اهداف ويشتلاى شي چې په منځني ختيځ کې د اسرائيل او امريکا پوځي اډو ته د رسېدو لپاره کفايت کوي.

د ايران د ميزائيلو پروګرام ته د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو د اعلان پر مهال اشاره وکړه.

د ايران او نړيوالو قدرتونو ترمنځ د دغه تړون له مخې تهران د خپل اټمي پروګرام پر محدودولو موافقه کړې وه، په بدل کې له ايران څخه ځيني نړيوال بنديزونه کم شوي وو.

د ايران ولسمشر حسن روحاني نن شنبه په خپله وينا کې وويل، د امريکا ولسمشر له ايران سره په خپله مقابله کې د عراق د صدام حسين په څېر پاتې راغلى دى.

د ښاغلي روحاني اشاره د ايران او عراق هغې جګړې ته وه چې په ١٩٨٠يمو کلونو کې شوې وه.

ولسمشر روحاني وويل چې ټرمپ به د صدام حسين له برخليک سره مخامخ شي.

د ايران په اړه بله مسئله دا ده چې پر يوه پوځي پرېډ په حمله کې د ٢٠ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

روېټرز اژانس وايي، په پېښه کې ٧ کسان وژل هم شوي، خو اسوشېټېډ پرېس اژانس د وژل شويو کسانو شمېر ٨ تنه ښيي او وايي چې ټول د سپاه پاسداران انقلاب غړي دي.

دولتي رسنۍ وايي، وسله والو کسانو نن په جنوب لوېديځ ښار اهواز کې پر دغو مراسمو ډزې کړې دي.

په ويډيويي تصاويرو کې مړي او ټپيان ښکاري او وارخطا کسان د منډې په حال کې دي.

اهواز د خوزستان ولايت مرکز دى چې په تېلو غني بلل کېږي چې عرب بېلتون غوښتونکو په کې څو حملې کړې دي.

ايرنا خبري اژانس وايي، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مخکې حمله کوونکي ”تکفيري وسله وال“ بلل شوي وو، دا هغه اصطلاح ده چې ايراني چارواکي يې د داعش ډلې افراطي وسله والو ته کاروي.

تر دې شېبې د حملې مسؤليت چا نه دى منلى.

XS
SM
MD
LG