د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

ولسمشر غني: دښمن غواړي افغانستان په یوه بله کربلا بدل کړي


افغان ولسمشر وايي، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې دا هېواد په یوه بله کربلا بدل کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که څه هم د افغانستان دښمنان غواړي چې مسلمانان په سخت عذاب کې راګېر کړي، خو په خبره‌یې، د عدالت غږ د جبر او جنایت په غږ بریالی کېږي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۹» د کابل په لوېدیځ کې د محرم د لسمې د عاشورا د ورځې د لمانځلو په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان مخالفین هڅه کوي چې خپلو ترورېستي حملو ته مذهبي رنګ ورکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نن د زمانې شمر او یزیدان غواړي چې افغانستان په یوه بله کربلا بدل کړي، د ټولو افغانانو درد او غم یو دی، خو دښمنان غواړي چې خپلو ترورېستي حملو ته قومي مذهبي بڼه ورکړي، شک نه‌شته چې په هزاره‌ګانو او اهل تشیعو باندې حمله په ټول افغانستان حمله ده، د دې وطن د شیعه او سني وینه یو رنګ لري."

ښاغلي غني وویل، ترورېستان په جوماتونو، ښوونځیو او نورو علمي مرکزونو حملې کوي او زیاته‌يې کړه، هر څوک چې غواړي زموږ د خلکو ترمنځ نفاق پیدا کړي له ځان او هم له نورو خلکو سره جفا کوي.

نوموړي د کابل په لوېدیځ کې د امنیتي تدابیرو په اړه هم خبرې وکړې او ویې‌ویل چې په زیانمنو سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي.

ولسمشر د امام حسین پاڅون ته په اشارې سره وویل چې عاشورا د ناانډوالۍ او ظلم په وړاندې د مقاومت درس دی.

د کابل په لوېدیځ کې د محرم په لسمه د عاشورا د لمانځلو په مراسمو کې د نورو حکومتي چارواکو په ګډون اجرائیه رئیس د نوموړي او د جمهوري ریاست دوهمو مرستیالانو هم ګډون کړی و چې ټولو ویناوالو د امام حسین «رض» په پاڅون او د هېواد په وروستیو پېښو خبرې وکړې.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د کابل په لوېدیځ کې الزهرا جومات ته تللی په خپلو خبرو کې وویل، نن دښمنان د افغانستان پر سلامتیا حملې کوي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"له بده مرغه په دې وروستیو کې د خلکو د قربانیو شاهدان یو، دلته د افغانستان دښمنان القاعده، داعش او نورو تورېستي ډلو په هر عنوان او هر نوم چې وي د افغانستان په سلامتیا حملې کوي او د افغانستان په ملي یووالي او پیوستون حملې ترسره کوي او زه یقیني یم چې ان‌شاءالله دوی به ناکام وي."

افغان چارواکو د ترورېستي حملو د شنډولو لپاره پر ولس د یووالي غږ وکړ او ژمنه‌یې وکړه چې دوی د خلکو د مال او ځان د ساتنې لپاره هڅې لا زیاتوي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې کابل ښار او په ځانګړي ډول د ښار په لوېدیځ کې د شیعه مسلمانانو د استوګنې سیمې پرله‌پسې ترورېستي حملو شاهدې وې، چې تر ډېره‌یې قربانیان اهل تشیع ملکي وګړي او نظامیان و.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG