د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

واشنګټن پُسټ: د محرم مياشت په شيعه افغانانو کې د حملو بېره زياته کړې ده


  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د عاشورا په ورځو کې د شيعه مذهبو افغانانو اندېښنو ته کتلي دي.

ټاکل شوې ده نن د نړۍ او افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د عاشورا مراسم پيل شي.

واشنګټن پُسټ په دشت برچي کې د ميوند په نوم د ورزش پر مرکز خونړۍ حملې ته په اشاره ليکلي چې تر اوسه د دغه مرکز پر دېوالونو د وينو نخښې ليدل کېږي.

د سپټمبر د شپږمې په حمله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول چې ټول ملکيان وو او ډېری یې ورزش کوونکي وو.

د ميوند په نوم د ورزش پر مرکز خونړۍ حمله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول.
د ميوند په نوم د ورزش پر مرکز خونړۍ حمله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول.

ورځپاڼې دې پېښې او د کابل په لوېديځ کې یو شمېر حملو ته په اشاره لیکلي چې د محرم مياشت په شيعه افغانانو کې د ورته حملو بېره زياته کړې ده.

واشنګټن پُسټ ليکلي چې د کابل په شيعه مېشتو سیمو په ځانګړې توګه دشت برچي کې خلکو د ځان د خونديتوب لپاره غير رسمي تدابير نيولي دي ځکه د شيعه‌ګانو پر مراسمو د حملو اندېښنې شته.

په ټوله کې په هغو حملو کې چې داعش ډ‌لې سږ کال په کابل کې کړي، ۱۸۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

واشنګټن پُسټ: په دشت برچي کې خلکو د ځان د خونديتوب لپاره غير رسمي تدابير نيولي دي.

​واشنګټن پُسټ ورځپاڼې ليکلي چې د دې اوونۍ پر مهال، د پولیسو لسګونه کاروانونه د دشت برچي پر سړکونو ليدل کېږي چې د عاشورا د ورځې په درشل کې امنيت نيسي، خو ځايي اوسېدونکو ويلي چې اوسني تدابير کافي نه‌دي او بايد د دوی سيمو ته نور پام هم وشي.

  • نيوز ويک مجلې

نيوز ويک مجلې یوې بلې موضوع ته پام کړی او د ملا رسول په نوم د يوه تعويذګر په اړه ليکلي چې ګواکې پر درېیو ښځو يې جنسي تېری کړی دی.

د دغه ملا وېډيوګانو پر ټولنيزو رسنيو ناندرۍ جوړې کړې، خو دا لومړی ځل دی چې يوې معتبرې نړيوالې رسنۍ په دې اړه ليکلي.

د نيوز ويک په ليکنه، ويل کېږي چې د تېرو درېیو کلونو پر مهال پر درېیو ښځو د جنسي تېري خبره په فارياب ولايت کې ثبت شوې وه، خو د سپټمبر په ۱۰مه نېټه په علني توګه پر ټولنیزو شبکو خپره شوه.

مجلې د فارياب ولايت د والي وياند نقيب‌الله فايق له قوله ليکلي، د دغه تغويذګر د نيولو په لټه کې دي، خو ده ويلي هېڅ‌چا د ملا رسول پر وړاندې شکايت نه‌دی ثبت کړی.

په افغانستان کې هر ډول جنسي ځورونه له ۲۰۰۹م کال راهیسې جرم بلل شوی.
په افغانستان کې هر ډول جنسي ځورونه له ۲۰۰۹م کال راهیسې جرم بلل شوی.

نيوز ويک مجلې لیکلي چې په افغانستان کې د جنسي تېري موضوع په يوه عادي مسئله بدله شوې ده او دا هم په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې هر ډول جنسي ځورونه له ۲۰۰۹م کال راهیسې جرم بلل شوی.

نيوز ويک: په افغانستان کې د جنسي تېري موضوع په يوه عادي مسئله بدله شوې ده.

​مجلې په کابل کې د ښځو د حقونو د يوې فعالې حميرا ثاقب له قوله لیکلي:

"په افغانستان کې ښځې له دې کبله ملا ته نه‌ځي چې هلته به ورباندې تېری وشي، بلکې دوی فکر کوي چې د ديني مسايلو په خاطر پر ملايانو حساب کولای شي."

د مېرمن ثاقب په وينا، په ځينو مواردو کې ملايان د ښځو له اعتماده ناوړه ګټه پورته کوي او په همدې خاطر ښځې ډېری وختونه له یو چا سره ملايانو ته ځي.

XS
SM
MD
LG