د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن له سعودي چارواکو سره ګوري


له هغې وروسته چې عمران خان د پاکستان د صدراعظمۍ څوکۍ ته رسېدلی دی، له هېواد څخه لومړنی بهرنی سفر یې تیره شپه سعودي عربستان ته پیل شو.

ټاکل شوې ده نوموړی به نن د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

له عمران خان سره په دې سفر کې د مالیې او بهرنیو چارو وزیران او یو شمیر نور لوړپوړي پاکستاني چارواکي ملګري دي.

په داسې حال کې چې پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ دی، د مالي مرستو جلبول د سعودي چارواکو سره د عمران خان د بحثونو د اجنډا په سر کې دي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان صدراعظم به نن د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان صدراعظم به نن د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

اسلام‌اباد وايي، په سمدستي توګه ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري څو رامنځته شوی مالي بحران کابو کړای شي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان اوسنی حکومت هڅه کوي د سعودي عربستان او چین مالي مرستې جلب کړي.

دې دواړو هېوادونو پخوا هم پاکستان ته پورونه ورکړي دي.

د سې شنبې په ورځ د پاکستان حکومت د هغو کسانو چې متوسط یا لوړ عواید لري په مالیه کې د زیاتوالي اعلان وکړ.

په همدې ورځ پاکستان پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې څو له دې لارې پر خپلو عوایدو شااوخوا یو نیم میلیارد ډالر ورزیات کړای شي.

اسلام‌اباد وايي، په سمدستي توګه ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري څو رامنځته شوی مالي بحران کابو کړای شي.
اسلام‌اباد وايي، په سمدستي توګه ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري څو رامنځته شوی مالي بحران کابو کړای شي.

ایاز وزیر پخوانی پاکستاني ډیپلومات او د نړیوالو چارو څارونکی دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، سعودي عربستان ته په سفر کې به عمران خان هڅه وکړي چې د سعودي مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

ښاغلی وزیر زیاتوي:

"پاکستان د پیسو له کمي سره مخ دی. سعودي په دې برخه کې مرسته کولای شي او له دې هېواد سره زموږ ډېرې ښې اړیکې دي. کله چې سعودي چارواکو عمران خان ته واک ته د رسېدو مبارکي ورکړې وه، نو هغوی په پاکستان کې د پانګونې په برخه کې هم خپله لېوالتیا ښودلې وه."

ایاز وزیر پخوانی پاکستانی ډیپلومات
ایاز وزیر پخوانی پاکستانی ډیپلومات

له پاکستان سره د امریکا د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستو د بندېدو سره پاکستان کې مالي وضیعت یو څه خراب او د پاکستانۍ روپۍ ارزښت راکم شو.

واشنګټن د ۲۰۱۷ م کال راهیسې پرله‌پسې پر اسلام‌اباد انتقادونه کړي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه‌یې په سمه توګه پر مخ نه‌ده وړې او په دې برخه کې یې له امریکا سره چل ول کړی دی.

پاکستاني چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي.

کله چې پاکستان د امریکا له سختو انتقادونو سره مخ و، سعودي عربستان هڅه وکړه چې د خپلو دې دوو متحدانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو په څرګنده دې هڅو کومه نتیجه نه‌ده ورکړې.

ټاکل شوې چې عمران خان متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي او هلته د پاکستان او هندوستان ترمنځ لوبه ننداره کړي.

​د پاکستان نوی صدراعظم چې دا مهال په سعودي عربستان کې دی، په خپلو ویناوو کې یې ویلي چې د امریکا له متحده ایالاتو سره د متوازنو اړیکو غوښتونکی دی.

ټاکل شوې چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کپټان او د دې هیواد اوسنی صدراعظم عمران خان به له سعودي چارواکو سره له لیدنو کتنو وروسته نن ناوخته متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي او هلته به د اماراتو له چارواکو سره په لیدنو سربېره د اسیايي جام د کرکټ د سیالیو په بهیر کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ لوبه ننداره کړي.

XS
SM
MD
LG