ایران د فرانسې پولیس تورن کړل چې په پاریس کې د دې هېواد پر سفارت د حملې په مخنیوي کې یې سمدستي اقدام نهدی کړی.
د فرانسې پولیسو ویلي چې د جمعې په ماښام یو شمېر کسانو د دې سفارت ودانۍ ته ډبرې او نور شیان ور ګذار کړل او ښیښې یې ورماتې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي چې د فرانسې حکومت باید په دې هېواد کې د ایران د سفارت د خوندي کولو لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار اخېستی وای.
د ایران ایرنا رسمي خبري اژانس د قاسمي له خولې خبر ورکوي چې ویلي یې دي په خواشینۍ سره د فرانسې پولیس هغسې چې تمه یې کېده، په خپل وخت د پېښې ځای ته را ونه رسېدل او حمله کوونکي هم د ده په وینا د یوې تروریستي ډلې غړي وو.
خو له دې سره-سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ تأیید کړه چې د دغې حملې په ارتباط، څو تنه نیول شوي دي.
د پاریس د پولیسو یوې ویاندې یوازې دومره ویلي چې یو شمېر کسانو د ایران سفارت ودانۍ ته ډبرې او نور شیان ور ګذار کړي او ښیښې یې ورماتې کړي دي.
هغې پهدې اړه چې دغه کسان څوک وو چې په پاریس کې د ایران د سفارت په مخ کې راټول شوي او هدفیې څه نه و، نور معلومات نهدي ورکړي.
خو د پولیسو دغې ویاندې وویل چې پولیسو ۱۲تنه تلاشي کړل، خو هېڅ یو یې هم توقیف نهشو ځکه د سفارت کارکوونکو ونه غوښتل چې له هغوی رسمي شکایت وکړي.
د ایران د نیمه رسمي خبري اژانس فارس د راپور له مخې شاوخوا ۱۵ کُرد فعالانو د دې پېښې په مهال د سفارت په مخ کې د ایران بیرغ ته اور ورته کړ او په ډبرو یې د ودانۍ ښیښې ماتې کړي.
د ازداي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې حمله کوونکي د ایران د کُردستان د کومله ګوند غړي ښودل شوي، خو د دې ګوند یوه سیاسي فعال له دې راډیو سره په خبرو کې پهدې اړه بې خبري ښودلې ده.
تېره اوونۍ د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د عراق په شمال کې د ایران د کُردستان د خلک ډیموکراټ ګوند پر مقر ۷ توغندي وویشتل. دا ګوند په ایران کې د کُردانو د خپلواکي لپاره مبارزه کوي.
ایران فرانسه هم تورنه کړې چې د هغو سیاسي مخالفو ډلو ملاتړ کوي چې هڅه کوي د ایران رژیم نسکور کړي، خو پاریس دغه ادعاوې رد کړي دي.