د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

بختیاري: هوايي حملو د نشه يي موادو تولید کم کړی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي موادو پر کارخانو باندې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو د نشه يي موادو د کارخانو د لوژیستیکي او اسانتياوو برابرولو سرچينې وچې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار ازادي راډیو ته وويل چې د بهرنیو نظامي ځواکونو د هوايي بريدونو په نتیجه کې د نشه يي موادو په تولید کې کموالی راغلی دی.

ښاغلی بختیار زیاتوي، دوی هڅه کوي چې د نشه يي موادو پر خلاف خپل عملیات له بهرنیو ځواکونو سره همغږي کړي، د دې همغږۍ په نتيجه کې به د نشه يي موادو پر کارخانو باندې بهرني ځواکونه د هوا او افغان ځواکونه به د ځمکي له لارې عملیات کوي.

د نیول شوو نشه يي موادو سوځول
د نیول شوو نشه يي موادو سوځول

نوموړي زیاته کړه:

"موږ کوښښ کوو چې په راتلونکي کې همغږۍ ډېره کړو، ځکه که د هوا او ځمکې له لارې پر یوه وخت عملیات وشي، نو نتیجه به یې ښه وي، څومره چې د نشه يي موادو د تولید پر لوژستیکي سرچینو فشار راځي، په هغه اندازه تولید کمېږي او د وروستيو بریدونو له امله د نشه يي موادو د تولید کچه را ټیټه شوې ده، بهرنیو ځواکونو تر دې مهاله تر ۱۳۰ ډېر عملیات کړي او ډېري کارخانې یې ويجاړې کړي دي، که همغږي ډېره شي، نو نتیجه به یې هم ښه شي."

ښاغلي بختیار زیاته کړه چې د کوکنارو د کښت دوام د نشه يي موادو تولید ته لاره اواروي او د نشه يي موادو اصلي سرچينه بلل کېږي، له همدې امله بايد افغان او بهرني نظامي ځواکونه په ګډه عمليات وکړي.

د دې عملياتو په نتيجه کې به له یوې خوا د کوکنارو د کښت او له بلې خوا به يې د پروسس او جوړولو مخه ونيول شي.

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل چې دوی د نشه يي موادو د کارخانو په ګډون د طالبانو ټولې مالي سرچینې په نښه کړي او د تېرې یوې میاشتې په بهیر کې يې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې لس هوايي بریدونه کړي دي.

د ناټو دفتر زياتوي چې د طالبانو د عایداتي سرچینو پر وړاندې عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کېږي او افغان هوايي ځواکونه هم د نشه يي موادو پر لابراتوارونو باندې په عملیاتو کې ګډون کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی محمد عبده باور لري چې نا امنۍ د کوکنارو کښت ته لاره اواره کړې او باید امنيت او له نشه يي موادو سره مبارزې ته پر يوه وخت پام وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"نا امني او دغه ډول امن سيمو ته د ناامنیو خپرېدل د نشه يي موادو د کښت او تولید د ډېروالي سبب ګرځي، ځکه هره سیمه چې د طالبانو لاس ته لوېږي، هلته بزګر هڅول کېږي چې کوکنار وکري، حکومت باید د نامنۍ مخه ونیسي او دغه ډول دي محلي چارواکي هم له قاچاق کوونکو سره جدي چلند وکړي او بزګرو ته دي اجازه نه ورکوي چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري."

د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو د بهرنیو ځواکونو عملیات په هلمند کې نږدې یو کال مخکې پیل شول چې وروسته فراه او بدخشان ولایتونو ته هم وغځېدل.

د دې عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه د نشه يي موادو لسګونه کارخانې ویجاړې شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عملیاتي قومندان «لینس بونچ» وايي چې طالبانو ته د دې عملياتو له امله دوه سوه میلیونه امريکايي ډالره زیان اوښتی دی.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG