د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

اندرابي: له ۱۳۹۴ لمریز کاله راهیسې په بغلان کې کوکنار نه دي اړول شوي


د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست وايي چې له ۱۳۹۴ لمریز کال راهيسې په دې ولایت کې د کوکنارو کښت نه دی اړول شوی.

د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره، پنځلس کاله مخکې په دې ولسوالۍ کې آن دا چې یو معتاد هم نه و، خو له ایران څخه د مهاجرینو په را ستنېدلو سره، په دې سیمه کې معتادین ډېر شوي دي.

په دې اړه د اندراب ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو محمد حکیم او محمد هارون انوري ازادي راډیو ته وویل:

"د معتادینو شمېر تر پخوا ډېر شوی دی، که ځوانانو ته وګورئ، نو په سلو کې دېرش یې په نشو اخته دي."

" په اندراب ولسوالۍ کې ډېری معتادینو له بهر څخه له ځانو سره د اعتیاد سوغات راوړی دی، دې معتادینو له ایران څخه اعتیاد له ځانو سره راوړی دی."

اندراب د بغلان ولایت یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې تاریاک پکې کرل کېږي او اوسېدونکي یې وايي چې په دې ولسوالۍ کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي، ځکه نو معتادين ډېر شوي دي.

د اندراب ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالاحمد په دې ولسوالۍ کې د معتادینو د ډېروالي دلیلونه جګړه، بېوزلي، بېکاري او د نشه يي موادو د خرڅوونکو او قاچاق کوونکو په نیولو کې د دولت بېغوري بولي.

دی وايي:

" دلته د معتادینو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي، که دا ځوانان په کارونو مصروف شي، نو طبيعي خبره ده چې له نشو څخه لېرې کېږي او پر دې کار هم سترګې نه شو پټولای چې د ولسوالۍ د بازار په څنډو کې نشه يي مواد خرڅېږي، که یې دولت په لېرې پرتو سیمو کې مخنیوی نه شي کولای، د ولسوالۍ بازار ته نېږدې خو يې مخه نيولای شي، دا چې ولې یې مخه نه نیسي، خپله لاس پکې لاس لري او یا احساس نه لري."

د بغلان ولایت د اوسېدونکو په خبره، په وروستۍ لسیزه کې روانې جګړې سلګونه ځوانان وژلي او د دې سیمې کاري قوه چې ډېری یې ځوانان دي، په نشو اخته کړي او په تدریجي ډول يې د مرګ کندې ته ور روان کړي دي.

دی زیاتوي:

"معتادینو خلکو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی، ځیني شیان چې په جوماتونو او مېلمستونونو کې پراته وي، دوی يې غلا کوي، سهار چې یې ګورې، هېڅ هم نه وي او دغه ډول يې په کلیو کې خلکو ته ډېرې نورې ستونزې هم پیدا کړي دي."

خو د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وايي چې دولت د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نیولو لپاره جدي هڅې کړي او ډېر کسان یې نیولي او محاکمه کړي دي.

ده وویل:

"موږ د روان لمریز کال په جریان کې د نشه يي موادو څو داسې قضیې لرو چې خلکو غوښتل، نشه يي مواد قاچاق کړي، موږ دوی نیولي او د مخنیوي په برخه کې یې جدي هڅې روانې دي، تر څو نور قاچاق کوونکي او خرڅوونکي هم ونیسو."

د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس فضل الحق انداربي د معتادینو ډېروالی د اندېښنې وړ بولي او وايي چې سره له دې چې د معتادینو کره شمېر معلوم نه دی، خو بیا هم ښايي له شپېتو بيا تر اویا زرو پورې کسان په نشو اخته وي.

نوموي وویل:

" زه له نشه يي موادو سره د مبارزې د یوه مسؤل په توګه د معتادینو د ډېروالي په اړه اندېښنه لرم، له بده مرغه چې له ۱۳۹۴ لمریز کال راهيسې په بغلان ولايت کې د کوکنارو کښت نه دی اړول شوی."

د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس په دې برخه کې د مرکزي دولته جدي مبارزه غواړي او زياتوي چې که د کوکنارو کښت اړولو ته پاملرنه و نه شي، نو په راتلونکو کلونو کې به د کوکنارو کښت څو برابره ډېر شي.

راپور: بشیر احمد غزالي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG