د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

عبدالله: له تروریستانو پر ملاتړو هېوادونو باید فشار راوړل شي


اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې هندوستان ته په یوه رسمي سفر تللی له هندي رسنیو سره په هېواد کې د روانې جګړې په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي عبدالله رسینو ته ویلي، هېواد يې له دې ګواښ سره مخ دی چې څنګه له ترورېزم او د ننګرهار په څېر له حملو سره مبارزه وکړي.

ده ویلي د دې کار لپاره اړتیا ده چې د تروریستانو پر ملاتړو هېوادونو او ګروپونو د افغانستان د دوستو هېوادونو لخوا فشار زیات شي:

"د حل دوه مهمې لارې دا دي، د خلکو ملاتړ چې شته او بل دا چې په دغو ډلو او هغو هېوادونو فشار راوړل شي کوم چې د افغانستان د پولو څخه د باندې د دوی ملاتړ کوي."

ښاغلي عبدالله که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست خو له دې وړاندې پاکستان او په دې وروستیو کې ایران په دې تورن شوي چې په افغانستان کې د دولت د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي.

ښاغلی عبدالله وايي چې د ننګرهار په څیر د خونړیو حملو د مخنیوي لپاره د استخباراتو د پیاوړتیا او د افغان ځواکونو نه د افغانانو ملاتړ هم مهم دی چې افغان حکومت ورته جدي کار کوي.

اجرائیه رئیس او ورسره افغان پلاوی یې د هندوستان او افغانستان تر منځ د دویم سوداګریز نندارتون د پرانیستې په هدف چې د دریو ورځو لپاره په ممبي ښار کې جوړ شوی، هغه هېواد ته سفر کړی دی.

د سې شنبې په ورځ د ننګرهار د مومندرې په ولسوالۍ کې پر یوه لاریون انتحاري حمله کې اویا کسان ووژل شول او ۱۶۵ نور ټپیان شول چې دې پېښې نړیوال تند غبرګونونه را پارول.

د ترورېستانو پر ملاتړو د بهرني فشار موضوع یوې خوا خو پر ملکي خلکو له مرګونو حملو وروسته افغان حکومت د وسله والو پر وړاندې د تهاجمي حملو د بیا پیل اعلان وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل:

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلې تهاجمي حملې تېزوي او همدارنګه په عملیاتو کې ډېر والئ راځي او دا د دې لپاره ده چې د افغانانو لپاره امن چاپېریال رامنځته کړي."

دی وايي، دا وخت د افغانستان په نېږدې ۱۵ ولایتونو کې هوايي او ځمکني عملیات روان دي او په دې لړ کې د ځواکونو د تجهیز لپاره هم جدي کار کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG