د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

په پاکستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اندېښنه!


د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په پاکستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي، د پاکستان پوځ په دې هېواد کې د رسنیو د راپورو ورکولو چارې د ویرولو،ګواښونو او نورو لارو محدودې کړي دي چې له امله يې د بیا ن ازادي کمه شوې ده.

د دې کمېټې په تازه راپور کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي د مخنیوي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هغوی د وېرولو له لارې سانسور ته د هڅولو او پر خبریالانو د زرو زیاتي له لارو د رسنیو د فعالیت مخته خنډونه جوړوي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې په دې راپور کې چې د یوه کال په موده کې په پاکستان کې له خبریالانو سره د مرکو له مخې جوړ شوی دی، راغلي دي هغه خبریالان چې پر چارواکو انتقادونه کوي یا پرې برید کېږي، یا ګواښل کېږي او یا زنداني کېږي.

په راپور کې چې د وېرولو د عمل تر عنوان لاندې خپور شوی راغلي دي چې د پاکستان پوځ او په هغې پورې تړلي سیاسي ګوندونه په تېره یوه لسیزه کې د ۲۲ خبریالانو د وژل کېدو په قضیو کې ښکېل بلل کېږي، خو پوځ او دا ګوندونه له سزا معاف دي او په هیڅ دغه ډول قضیو کې مجازات شوي نه دي.

د خبریالانو د خوندیتوب په کمېټه کې د اسیا د برخې مسول سټیوین بتلر وايي سره له دې چې په پاکستان کې د خبریالانو د وژل کېدو پېښې کمې شوي او دا یو مثبت تحول دی خو حکومت باید د هغو فشارونو د لېرې کولو لپاره ګامونه واخلي چې خبریالان ګواښي او سانسور ته يې مجبوروي.

بتلر ویلي پاکستان باید پر خبریالانو د برید کونکو د معافیت د کلتور پر وړاندې مبارزه وکړي او ډ ډیموکراسۍ دا څلورمه متزلزه پایه چې رسنۍ دي، باثباته کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټې په خپل راپور کې ویلي دي چې د پاکستان پوځ له ترورېزم سره د مبارزې نه په استفادې پر رسنیو فشار راوړی دی.

دا کمېټه د پاکستاني خبریالانو په حواله وايي چې په ۲۰۱۴ کال د جیو ټلوېزیون د مخکښ خبریال حامد میر د ترور له ناکامې هڅې وروسته په پاکستان کې د رسنیو کلابندي پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG