د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

د غزني مظاهره‌چیان وايي پولیسو یې د کورونو او باغونو دېوالونه ورنړولي


غزني ښار ته په درې کېلو مترۍ کې د «ده خدایداد» کلي اوسېدونکي وایي، پولیسو یې په بېلډوزرونو د کورونو او باغونو دېوالونه ورنړولي دي.

دغه خلک چې په یاده سیمه کې د مظاهرې په شکل سره راټول شوي وو، ازادي راډیو ته‌يې وویل، پولیس پرې تور لګوي چې د غزني په وروستۍ خونړۍ جګړه کې د دوی له کورونو او باغونو پر پولیسو بریدونه شوي دي.

د محمد صدیق په نامه یو قومي مشر وايي:

"پولیسو د شنو ونو او انګورو د تاکونو د ورخرابولو تر څنګ سلګونه متره دېوالونه ورنړولي، لوټې او چمونه‌یې د اوبو په لښتي کې وراچولي چې بېرته پاکول‌یې میاشتې میاشتې خواري غواړي."

دغه مظاهره‎چیان ټینګار کوي چې د ښار له لوړو منزلونو او ځینو دولتي ځایونو پر قوماندانۍ او نورو دولتي دفترونو بریدونه شوي، که انصاف او قانون وي هغه دې هم ونړول شي.

قومي مشر حاجي محمد یاسین وویل:

"که یې تاوان ورنه‎کړل شي، نو لارو او سړکونو ته به راووځو او په مظاهرو په لاس پورې کړو."

د مصطفی په نوم یو بل تن بیا ټینګار کوي که یې غږ وانه‌ورېدل شي، غچ به واخلي:

"موږ یو مدني حرکت وکړ، که مو غږ وانه‎ورېدل شو، په مظاهرو به لاس پورې کړو، سړکونو ته به راووځو او لارې به بندې کړو."

که څه هم دغه خلکو د کورونو او باغونو نړېدلي دېوالونه رسنیو ته ورښکاره کړل، خو محلي چارواکي د کورونو د دېوالونو له نړولو انکار کوي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري

د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل:

"یوازې د باغونو دېوالونه‌یې ورنړولي دي چې وسله‎وال په‎کې پټ شوي وو او په امنیتي سرتېرو یې له دغه ځایه بریدونه کول."

د دغه ولسي خلکو د کورونو او باغونو دېوالونه له هغه وروسته نړول شوي دي چې څه باندې یوه میاشت وړاندې وسله‎والو طالبانو پر غزني ښار سخته جګړه وکړه چې د دولتي او نظامي چارواکو په وینا هغوی د خلکو کورونه د سنګرونو په توګه کارولي وو.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG