د کابل د تېر ماښام حملو کې ۲۶تنه وژل شوي
د تېر ماښام په انتحاري حملو کې د وژل شویو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد. د کورنیو چارو وزارت وایي، د دشت برچي سیمه کې د انتحاري حملو له امله ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي. د وژل شویو له ډلې د پنجشنبې په ورځ د طلوع نیوز دوه خبریالان په کابل کې خارو ته وسپارل شول. په دې اړه ابراهیم صافي ویډیویي راپور چمتو کړی چې دلته یې کتلی شئ. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی.