د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له نوي صدراعظم سره وکتل


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او ورسره مل لوړ رتبه پلاوي نن په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

مایک پامپیو له قریشي سره خپله غونډه ډېره ښه وبلله او له دې کتنې يې خوښي څرګنده کړه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې صدراعظمۍ ته تر رسېدو مخکې يې امریکا ضد دریځ درلود هیله څرګنده کړه چې له امریکا سره به په اړیکو کې نوې صفحه جوړه شي.

عمران چې د پاکستان د کرکټ ستوری و، له مایک پامپیو سره د کتنې پر مهال وویل یو سپورتمن تل خوشبینه وي.

عمران خان
عمران خان

تر دې مخکې اسلام اباد ته په الوتکه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خبریالانو ته وویل اوس وخت رسېدلی دی چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې نوې پړاو پیل شي، خو پامپیو دا هم وویل چې د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې زیات چیلنجونه هم موجود دي.

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ چې له مایک پامیپو سره د اسلام اباد په سفر کې ملګری دی، وویل عمران خان ورسره په کتنه کې موافقه وکړه چې په افغانستان کې سوله د امریکا او پاکستان ګډ هدف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم خبرې وکړي.

سپینې ماڼۍ په دې باور ده چې د پاکستان پوځي استخبارات یا «ای ایس ای» او د دې هېواد نور پوځي بنسټونه د اډیالوژۍ او په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي له مخې له طالبانو مالي او پوځي ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دفاع له وزیر جیمز مټېس سره یو ځای له نوي ډیلي کتنه وکړي او له هندي چارواکو سره په دفاعي او سوداګریځو چارو خبرې وغږېږي.

XS
SM
MD
LG