د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

خلیل‌زاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص سلاکار وټاکل شو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اعلان وکړ چې زلمی خلیل‌زاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص سلاکار وټاکل شو.

مایک پامپیو پرون ناوخته اسلام‎اباد ته د سفر پر لار له هغو خبریالانو سره په خبرو کې دا اعلان وکړ چې له ده سره پاکستان او هند ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ښاغلی خلیل‌زاد به د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې له دوی سره همکاري وکړي.

پامپیو وویل، ښاغلی خلیل‌زاد به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ورشي او دا ټول مسایل به مخته یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

روېټرز لیکلي چې د زلمي خلیل‌زاد مقرري دا ښکاروي چې د امریکا اداره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه جدي ده.

په خپله ښاغلي خلیل‌زاد د روان کال په جوزا میاشت کې له ازادي راډیو سره غږېدلی و او ویې‌ویل چې د امریکا سیاست له اوربنده ملاتړ او د سولې په خبرو کې مثبت رول لوبول دي.

نوموړي ویلي و:

"د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې امریکا له اوربند او د سولې له خبرو ملاتړ کوي او حاضر دی چې په‎کې برخه واخلي. د امریکا سیاست له اوربند ملاتړ او د سولې د خبرو د پیل ملاتړ دی او په‎دې برخه کې مثبت رول لوبول دي."

زلمی خلیل‌زاد په خټه افغان او په امریکا کې هم یو با نفوذه سیاستوال ګڼل کېږي او وخت نا وخت د افغانستان پر ګاونډیو په ځانګړي ډول پر پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د نه‌کولو له کبله انتقادونه کوي.

خلیل‌زاد داسې وخت تعیین شو چې د امریکا حکومت په پاکستان باندې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته لغوه کړې ده او علت‌یې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان پاتې والی ښودل شوی دی.

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، دا چې افغانستان له حساس پړاوه تېرېږي، د زلمي خلیل‌زاد ګمارل دا وخت د افغانستان لپاره د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د خاص سلاکار په توګه یو پر ځای ګام دی.

خلیل‌زاد د ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ میلادي کلونو پورې د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او د افغانستان د اساسي قانون په جوړولو کې یې هم مرسته کړې ده.

خلیل‌زاد چې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې زېږېدلی، په بیروت کې په امریکایي پوهنتون او د شیکاګو په پوهنتون کې یې لوړې زده‎کړې او د جمهوري غوښتونکو د بهرني سیاست د داخلي کړۍ یوه مهره ګڼل کېږي.

په عراق کې د امریکا د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي په توګه‌یې هم دندې ترسره کړې دي.

د ولسمشر ټرمپ انتقالي ټیم د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه پر ګمارلو هم غور کړی و.

پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې له ترورېستي حملو وروسته د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش د یوه همکار په توګه خلیل‌زاد پر افغانستان د امریکا د پوځي حملې په پلانولو کې مرسته کړې وه.

هغه حمله چې د القاعده د ځپلو په برخه کې یې نتیجه تر ډېره بریالۍ وه او د طالبانو رژیم ته‌یې هم د پای ټکی کېښود.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG