د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

امریکا خلیلزاد یو ځل بیا د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکي


د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري چې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي.

رویټرز او اسوشېټېډ پرېس آژانسونه د یوشمېر امریکایي چارواکو له قوله وایي چې د خلیلزاد ټاکنه به دا پیغام ورکړي چې متحده ایالات له طالبانو سره د خبرو او هم د سولې د خبرو د پرمختګ په اړه چې په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي، جدی دی.

له دې سره سره چې یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره په دې وروستیو کې د یوې امریکایۍ ډیپلوماټې او د طالبانو ترمنځ خبرې وشوې، یوشمېر امریکایي پوځي چارواکو په دې وروستیو کې دا منلې چې د جګړې په ډګر کې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلی خلیلزاد د احتمالي ټاکنې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او په خپله خلیلزاد هم د خبریالانو استول شویو پیغامونو ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ځانګړي استازي په توګه به د ښاغلي خلیلزاد دنده د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې او د هند پاسفیک ستراتیژۍ په چوکاټ کې د افغانستان د ادغام کولو پرچارو څرخي.

دا خبره څو امریکایي چارواکو د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط رویټرز او اسوشېټېډ پرس آژانسونو ته کړې ده.

د اسوشېټېډ پرېس آژانس د راپور له مخې دوو امریکایي چارواکو او د کانګرس یوه همکار چې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له دغه پلانه خبردي ویلي چې خلیلزاد به ډېر ژر جنوبي آسیا ته سفر وکړي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې یوکال مخکې یې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې، په افغانستان کې له شویو پرمخګتونو چې هغه دې له دې هېواده د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي، خوښ نه دی.

په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور هغه څه دي چې وسله وال طالبان یې د سولې د خبرو او یوه جوړ جاړي ته د رسېدو له لاره کې یو مهم خنډ بولي.

یوه امریکایي پخواني چارواکي رویټرز ته ویلي چې ۶۷ کلن خلیلزاد د دغې دندې لپاره چې طالبان خبرو ته حاضر کړي ډېر مناسب شخص دی.

دغه پخواني امریکایي چارواکي ویلي، خلیلزاد د امریکا له څلورو حکومتونو سره د کارکولو یا هغوی ته د سلا او مشورې ورکولو تجربه لري، د افغانستان په لویو ژبو خبرې کوي، د دې هېواد له ټولنې او سیاستونو سره ښه بلد دی او بل داچې د افغانستان په لوی قوم پښتون پورې تړلی او له ولسمشر غني سره هم نژدې اړیکې لري.

د دغه پخواني چارواکي په وینا پردغه نوي پوست د خلیلزاد د ټاکنې لپاره د امریکا د بهرنیو چارد وزیرمایک پومپیو پرېکړه دا ښیي چې د واشنګټن اداره د سولې د پروسې په برخه کې چې هغه یوه نتیجه ورکړي، جدی دی.

خلیلزاد چې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې زېږېدل، په بیروت کې په امریکایي پوهنتون او د شیکاګو په پوهنتون کې یې لوړې زده کړې او د جمهوري غوښتونکو د بهرني سیاست د داخلي کړۍ یوه مهره ګڼل کېږي، په عراق کې د امریکا د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي په توګه یې هم دندې ترسره کړي دي.

د ولسمشر ټرمپ انتقالي ټیم د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه پرګمارلو هم غورکړی و.

پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې له تروریستي حملو وروسته د امریکا د پخواني ولسمشرجورج بوش د یوه همکار په توګه خلیلزاد پر افغانستان د امریکا د پوځي حملې په پلانولو کې مرسته کړې وه.

د هغې حملې چې د القاعده د ځپلو په برخه کې یې نتیجه تر ډېره بریالۍ وه خو د طالبانو رژیم ته یې هم د پای ټکی کښیښود.

خلیلزاد د ۲۰۰۳ تر۲۰۰۵ کلونو پورې د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او د افغانستان د اساسي قانون په جوړولو کې هم مرسته کړې ده.

پخواني معلومات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري چې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د یوه ځانګړي استازي په توګه چې دنده به یې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې او د هند پاسفیک ستراتیژۍ په چوکاټ کې د افغانستان ادغام کولو پرچارو څرخي، وټاکي.

دا خبره څو امریکایي چارواکو د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط رسنیو ته کړې ده.

د اسوشېټېډ پرېس آژانس د راپور له مخې د وو امریکایي چارواکو او د کانګرس یوه همکار چې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له دغه پلانه خبردي ویلي چې خلیلزاد به ډېر ژر جنوبي آسیا ته سفر وکړي.

په خپله خلیلزاد په دې اړه آزادي راډیو او اسوشټېېټډ پرېس ته له تبصرې کولو ډډه وکړه.

خلیلزاد چې په بیروت کې په امریکایي پوهنتون او د شیکاګو په پوهنتون کې یې لوړې زده کړې اود جمهوري غوښتونکو د بهرني سیاست د داخلي کړۍ یوه مهره ګڼل کېږي، په ملګرو ملتونو کې امریکا د استازي په توګه یې هم دنه ترسره کړې ده.

د ولسمشر ټرمپ انتقالي ټیم د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه پرګمارلو هم غور کړی و.

خلیلزاد تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازې په توګه دنده تر سره کړې وه.

XS
SM
MD
LG