د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

سوریې، ایران او روسیې ته د ټرمپ خبرداری: پر ادلب بې‌رحمانه حملې ونه‌کړئ


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوريې ولسمشر بشار الاسد او د هغه متحدانو ايران او روسیې ته خبرداری ورکړی چې په سوریه کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې پر اخري ولايت بې‌رحمانه حملې ونه‎کړي.

ده ويلي چې که داسې وشي، سلګونه زره انسانان وژل کېدای شي.

په ادلب ولايت کې شااوخوا درې میليونه ملکيان اوسي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که هلته حکومتي عملیات پيل شي، اته لکه انسانان به بې‌ځايه شي.

په‎دغه اووه کلنه جګړه کې څلور لکه کسان وژل شوي او میليونونه بې‌ځایه شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په درېيمه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، روسان او ايرانيان باید په‎دغه لوی بشري بحران کې په ګډون سره تېروتنه ونه‎کړي.

سلګونه زره کسان ښايي مړه شي.

سوریه د ترکیې پولې ته نږدې په ادلب ولایت کې د پراخو عملیاتو چمتووالی نيسي.

په داسې حال کې چې د عملیاتو احتمال مخ پر زیاتېدو دی، د ټرمپ د خبرو تر څنګ واشنګټن څه اقدامات کړي؟

واشنګټن او متحدانو يې پام ايران او روسیې ته اړولی چې ګواکې په سوریه کې د کیمياوي وسلو په ګډون د بشار الاسد د بې‌رحمانه تاکتيکونو ملاتړ کوي.

د ټرمپ تر ټويټ وروسته ملګرو ملتونو ته د امریکا استازې نيکي هيلي هم پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، ټولې سترګې په ادلب کې د ایران، روسیې او اسد پر فعالیوتو دي، له کيمياوي وسلو باید هېڅ استفاده ونه‎شي.

دا خبرې وروسته له هغه شوي چې د ايران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دمشق ته د دوشنبې په ورځ د سفر پر مهال وويل چې دا سیمه باید له سخت دريځو تصفيه شي.

د ايران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سوریې له ولسمشر سره
د ايران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سوریې له ولسمشر سره

ټاکل شوې ده د سپټمبر په اوومه نېټه د ادلب په اړه د ايران، ترکیې او روسيې سرمشريزه په تهران کې جوړه شي.

ايران، روسیه او سوريه خپل وسله‎وال مخالفین ترورېستان بولي او ويل کېږي د القاعده ډلې سره اړوندې حيات‌التحرير الشام ډلې شااوخوا لس زره وسله‎وال په ادلب ولايت کې د ياغيانو تر څنګ په واک کې دي.

ترکيې د ادلب تر عملیاتو مخکې له روسیې او ايران سره مذاکرات کړي چې د ترکیې په ملاتړ له ياغيانو سره دې جلا چلند وکړي.

انقرې همداراز د څارونکي مأموریت په توګه په ادلب ولايت کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

سوريې ته د ظريف سفر يوه اوونۍ وروسته له هغه دی چې د ايران دفاع وزیر دمشق ته سفر وکړ او هلته‌یې پر دې سربېره چې امریکا ورڅخه غوښتي و له سوريې دې خپل پوځي سلاکاران او جنګيالي وباسي، د دفاعي همکاریو موافقه لاسليک کړه.

XS
SM
MD
LG