د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

د سوریې ادلب ولایت په عملیاتو کې به د روسیې رول څه وي؟


د ايران د بهرنيو چارو وزير د ترکیې له ولسمشر سره د ليدو پر مهال د سوريې په اړه خبرې کړې دي.

د ترکيې له پولې سره نږدې په ادلب ولايت کې د بشارالاسد د ځواکونو د عملياتو د احتمال له زیاتېدو سره رجب طیب اردوغان له محمد جواد ظريف سره په انقره کې یو ساعت خبرې وکړې.

جواد ظریف چې اوس پاکستان ته روان دی، پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې خبرې يې د امریکا د چلند پر وړاندې پر سيمه‎یيزه همکارۍ متمرکزې وې.

ايران د ترکیې ملاتړی دی چې د تهران د سخت مخالف امريکا له بنديزونو سره مخامخ شوی او په نتيجه کې يې د ترکي لېرې ارزښت کم شوی دی.

ترکيې د سوريې په اووه کلنه جګړه کې د ياغيانو ملاتړ کړی دی چې غواړي بشارالاسد له واکه لیرې کړي.

  • ولې اوس د ترکیې دريځ بدل شوی دی؟

ترکيه اوس له تهران او مسکو سره پر دغه موضوع له اختلافاتو تېره شوې، ځکه د څېړونکو په وينا ترکيه غواړي دغه درې اړخيزه ائتلاف پر ځای پاتې شي.

اردوغان او د ده ايراني او روسي سيالان حسن روحاني او ولاديمير پوتين به په ايران کې د سپټمبر په اوومه نېټه د سوريې په اړه په سرمشريزه کې ګډون کوي.

په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پلوي ځواکونه د یاغیانو د وروستي مهم مرکز ادلب ولايت د نیولو لپاره چمتو شوي دي.

لوېدیځو هېوادونو روانه اوونۍ بیا د بشارالاسد رژیم ته خبرداری ورکړ چې په‎دې جګړه کې له کیمیاوي وسلو استفاده ونه‎کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر غربي هېوادونو غږ وکړ چې په سوریه کې د ترهګرو د جرړو د ایستلو په چارو کې مداخله ونه‎کړي.

مسکو د بشارالاسد د رژیم ټولو مخالفین ترهګر ګڼي.

  • د ادلب په عملیاتو کې به د روسیې رول څه وي؟
    ادلب ولایت
    ادلب ولایت

مسکو هم په ورته وخت کې د سوریې خاورې ته څېرمه د مدیترانې په بحیره کې جنګي بېړۍ زیاتې کړې دي.

روسي رسنۍ خبر ورکوي چې له ۲۰۱۵ میلادي کال را په‎دې خوا چې روسیې د سوریې په کورنۍ جګړه کې مداخله پیل کړه، دا تر بل هر وخت ډېر روسي ځواکونه دي چې په مدیترانه کې ځای پر ځای شوي دي.

سرګي لاوروف ادلب ولایت یو «ناسور» بللی او ويلي يې دي چې دا سیمه باید پاکه شي.

واشنګټن د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې په ترڅ کې د اسد د رژیم د مخالفینو ملاتړ کړی، ترکیې هم د دې رژیم د مخالفینو حمایت کړی دی تر ډېره‌يې د هغو مخالفینو پلوي نه‎ده کړې چې د واشنګټن تر شا ولاړ دی.

امریکا، بریتانیا او فرانسې روانه اوونۍ یو ځل بیا د بشارالاسد رژیم ته خبرداری ورکړ چې د ادلب په جګړه کې له کیمیاوي وسلو استفاده ونه‎کړي.

دغو درېیو هېوادو ویلي دي که داسې وشي، نو د غرب له عکس‎العمل سره به مخامخ شي.

په ورته وخت کې مسکو پر یاغیانو تور پورې کړی دی چې غواړي په ادلب کې د کیمیاوي وسلو برید وکړي، څو لوېديځ هوایي بریدونو ته وهڅول شي.

بلې‎خوا ته د ناټو ویاند اووانا لانګیسک ويلي چې ناټو د روسیې د سمندري تشکیلاتو په برخه کې شک نه‌کوي، خو په‎کار ده چې د سیمې ټولې خواوې په سوریه کې د بشري وضعیت د نورې خرابۍ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG