د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي، له جعل نه د مخنیوي په هدفيې د ثبت شویو تذکرو کتابونه ډیجیټل کړي دي.
پهداسې حال کې چې په پراخه کچه د جعلي تذکرو او انتخاباتي سټیکرونو په اړه انتقادونه موجود دي او ان د انتخاباتو د مخینوي لپاره هم ګواښونه مطرح کېږي، د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره د درغلیو او جعل د مخینوي خبره کوي.
د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې رئیس همایون محتاط د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۸» په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې دوی وېشل شوې تذکرې ډېټابېس ته داخل کړي او د درغلیو د مخینوي لپاره بهیې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په واک کې ورکړي.
نوموړی وايي:
"د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې له ورځې وروسته به د ټولو کاغذي تذکرو ریکارډ ډېټابېس ته شاملېږي، د الکترونیک له لارې به تذکره د تأیید وړ ګرځي، پهدې برخه کې زموږ تخنیکي ټیمونه د انتخاباتو کمېسیون له تخنیکي ټیمونو سره کار کوي چې څنګه وتوانېږو له فلتر شوي ډېټابېس نه د رأی په ورکړه کې استفاده وکړو."
د ښاغلي محتاط په خبره تر دې دمه ۲۵ زره کتابونه چې ۱۶،۸ میلیونه افغانان پهکې ثبت وو، ډېټابېس ته داخل شوي دي.
۳۰ ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ نهده پیل شوې.
ده همدا شان وویل چې د کاغذي تذکرو د وېش د ملي کمپاین په ترڅ کې چې د تېر کال د قوس په میاشت کې پیل شوی وو، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر دې دمه ۵ میلیونه تذکرې وېشل شوي او ډېټابېس ته داخل شوې دي.
د ښاغلي محتاط په خبره د هېواد په بېلابېلو ۳۰ ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ نهده پیل شوې.
نوموړی وايي، پهدې پروسه کې سرغړونې او درغلۍ هم لیدل شوي چې پهکې ښکېل کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت معین عبدالجبار پُردلي وايي، د تذکرو د جعل شپږ قضیې یې ثبت کړي چې په تړاو یې ۱۳ تورن د ۱۴۳۰ جعلي تذکرو سره نیول شوي دي.
د تذکرو د جعل د مخنیوي لپاره دغه اقدامات پهداسې حال کې کېږي چې د هېواد یو شمېر مطرح سیاسي ګوندونه د تذکرو او سټیکرونو د وېش پر لړۍ جدي انتقادونه کوي.
دوی په همدې دلیل په انتخاباتو کې د بایو مټریک ټکنالوژۍ پر کارونې ټینګار کوي او خبرداری ورکوي چې که غوښتنهیې ونهمنل شي د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه به ونیسي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد یادې ګډې خبري غونډې ته وویل چې یو جعلي سټیکر هم نهدی وېشل شوی.
ښاغلي صیاد زیاته کړه:
"د انتخاباتو له کمېسیون سره چې کوم ډېټابېس شریک کېږي له دې څخه په استفادې د جعلي تذکرو مخینوی کېږي او انشاءالله موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې کمېسیون د شفافیت لپاره شپه او ورځ کار کوي."
په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید له دغه اقدامه هرکلی کوي، خو وايي د وخت د کمښت له امله به د اصلي او جعلي تذکرو پېژندل او توپیر ستونزمن وي.
نوموړی دغهشان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي چې خپلې چارې چټکې کړي.
راپور: اکرامالله اکرام